1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پکتيا ماشومان تر اوسه د ښوونځيو په برخه کي ستونزي لري

۱۳۹۰ مهر ۲۴, یکشنبه

د پکتيا ولايت د ښونځيو زده کوونکي وايي، چي د زده کړو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ګردېز په ښار کي يو شمېر زده کونکو له دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره خپل ستونزي داسي شريکي کړي.

https://p.dw.com/p/12syY
ډيری ماشومان ښوونځيو ته د ورتگ زړه نه ښه کوي
ډيری ماشومان ښوونځيو ته د ورتگ زړه نه ښه کويانځور: AP

دوی وايي، چي د درسي خونو د نشتوالي له امله په خيمو کيزده کړيکوي، او د درسي موادو دنه شتون ترڅنګ په ښوونځيو کې هيڅ مسلکي ښوونکى نه لري. 

دغه زده کونکي وايي، چي مرکزي دولت دي پکتيا ته پام وکړي اود ښونياو روزنيپهوړاندي دي د سته ستونزو د مخنيوي له پارهدي کوټلي ګامونه پورته کړي.

بله خوا د پوهنيرئيس محراب الدين شفق وايي، چيپه دې ولايت کيد کتابونو دنشتوالي ستونزه حل سوې، خو د مسلکي ښوونکو او ښوونځيو د ودانيو ستونزه لا پر ځای پاته ده.

نوموړى وايي، چيهڅيييپيل کړي،څودغيريمسلکي ښوونکو پر ځاى د دارلمعلمين فارغين او د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو محصلين په ښونځيو کيد ښوونکو په دندو وګماري، چي په وينايې په دې سره به تر ډېره د غيري مسلکي ښوونکو ستونزه هواره شي.

ښاغلیشفق دغه راز زياتوي، چيدامهال د پکتيا ولايت ٦٠ په سلو کيښونځي نوي ودانۍ لري او لا هم د پاتي ٤٠ سلنه ښوونځيو زده کونکي په سره دوبي کي ترخيمو لانديزده کړيکوي.

د يادونيوړده، چيدامهال د پکتيا ولايت په ٢٩٢ ښونځيو کييو سلو څلوېښت زره زده کونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه يې نږدې ٣٠ زره نجونې او پاته نوريې نارينه دي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل