1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پکتيا ولايت د هوايئ ډگر بياجوړيدل

مرکه کونکی رزاق برق۱۳۸۴ دی ۸, پنجشنبه

د پکتيا والی حکيم تڼيوال دالمان ږغ راډيو پښتو خپرونی ته په یوه مرکه کی وویل :»دوه څلویښت کاله کیږی چه په پکتیاکی هوایئ ډگرموجود و. خو د جهاد په وخت کی روسانو د هوایئ ډگر په څغلن لیکه باندی اوسپينی آچولی وی. چه ورسته هغه ورکی سوی.خواوس دبانک جهانی اویوايس ايډله خوادښپږسوه پنځه اویازره ډالروپه لگښت په اوه مياښتی کی دگرديزهوايئ ډگر جوړ کړل شو.«

https://p.dw.com/p/DMq2
انځور: AP
دوي وویل د نوی هوايئ ډگرڅغلن ليکه دوه سوه متره اوږدوالی اودرويښت متره سور لری. هغوی د يوی پوښتی په جواب کی وويل چه په اونی کی یو وار يوه الوتکه د آريانا، يوه د کام اير، يوه د ملل متحد الوتکه گرديزته راشی نو موږبه ډيرخوشحاله شو.
دوی زیاته کړه چې دا هوايئ ډگر زموږ په واک کی دی، ځکه چه د گرديزهوایئ ډگر يو ملکی دی اوپه دغه هوایئ ډگرکی کوم خارجی قوتونه هم نشته.