1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پکتیکا د برید د قربانیانو شمیر ۵۰ ته ورسید

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۲, یکشنبه

په پکتیکا ولایت کې یوه ځانمرگي برید لږ تر لږه ۵۰ کسان وژلي دي. برید د والیبال لوبې پر مهال ترسره شوی دی چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۶۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي. چارواکو ویلي دي چې د پیښې اکثره قربانیان ملکي وگړي دي.

https://p.dw.com/p/1Drtw
انځور له ارشیف څخهانځور: DW/H. Hasimi

د یکشنبې په ورځ، یوه ځانمرگي برید کوونکي د پکتیکا په ولایت کې د هغو کسانو په منځ کې چاودنه وکړه چې د والیبال د یوې لوبې لیدو له پاره سره راټول شوي وو. دا د یوه تورنمت وروستۍ لوبه وه چې د لیدو له پاره یې په سلهاو کسان راغلي وو.

د پکتیکا ولایت مرستیال عطاالله فیضي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «ځانمرگی برید کوونکی پر یوه موټرسایکل باندې سپور وو. هغه ځان د والیبال د یوې لوبې په منځ کې وچاوه.»

دې افغان چارواکي زیاته کړې ده: «د لوبې د لیدو له پاره د ولایتي چارواکو او امنیې قوماندان په گډون ډیر کسان راغلي وو. شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان دي. ډیر شمیر ټپیان په خراب روغتیایي وضعیت کې دي.»

تر دې مخکې د پکتیکا ولایت ویاند مخلص افغان، ویلي وو چې د چاودنې له کبله ۴۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۵۰ تنه نور ټپیان دي.

خبري آژانسونو لا تر اوسه پورې په دې اړه چې د برید پړه کومې ډلې پر غاړه اخیستې ده، څه نه دي ویلي خو طالبان ډیر وخت دغه شان بریدونه ترسره کوي.

په وروستیو وختونو کې دغې ډلې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، خبریالانو ته ویلي وو چې د ناامنیو د ډیریدو یو لوی لامل د کابینې نه معرفي کیدل دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب