1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پگیدا پر ضد مقاومت پراخيږي

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ دی ۱۶, سه‌شنبه

د آلمان په دریسدن ښار کې د «پگیدا» د مظاهرو لمن هره اوونۍ پراخیږي، خو په ټولیزه توگه په آلمان کې د دغه اسلام دښمنه غورځنگ پر ضد عام مقاومت هم وار په وار پیاړوی کیږي.

https://p.dw.com/p/1EFSv
Protest gegen Pegida in Köln
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

د آلمان ختیځ ښار دریسدن د هغه غورځنگ د زیږیدو ټاتوبی دی چې پر ځان يې د «لویدیځ د اسلامي کولو پر ضد د اروپايي وطنپالانو» نوم ایښی دی. دغه غورځنگ د تیر میلادي کال له پای راهيسي په دغه ښار کې هره دوشنبه مظاهرې کوي.

پرون د آلمان د زاکسن ایالت په دغه پلازمېنه کې د دغه اسلام دښمنه او پناه غوښتونکو ضد ډلي په مظاهرو کې د پولیسو د وینا له مخې له باران او يخ سره سره ۱۸۰۰۰ خلکو گډون وکړ. دا د دغي ډلي د تیرو مظاهرو په پرتله تر ټولو ستره وه.

دغه غورځنگ تر اوسه یوولس مظاهرې کړي دي. تر کریسمس دمخه د دغه غورځنگ په مظاهرو کې ۱۷۵۰۰ تنه راټول شوي ول. په عین وخت کې د «پگیدا» په مخالفت په دریسدن ښار کې ۴۰۰۰ خلک سړکونو ته راوتلي ول.

په نورو ښارونو کې هم په زرونو خلک د «نړۍ ته پرانیستي آلمان» له پاره سړکانو ته ووتل او د پگیدا پر ضد ېې مظاهرې وکړې. په مونستر کې ۱۰ زره، په شتوتگارت کې ۸۰۰۰، په دریسدن او برلین کې ۵۰۰۰، په هامبورگ کې ۴۰۰۰ او ماربورگ کې ۳۰۰۰ خلکو له بهرنیانو سره د دښمنۍ او نژاد پالني پر ضد احتجاج وکړ.

احتجاجونه په مختلف ډول

په کولن کې په زرونو خلکو د پگیدا د څه ناڅه ۵۰۰ پلویانو د لاریون مخه ونیوله. دغه راز په برلین کې د «بیرگیدا» په نامه د پگیدا د یوې خواخوږي ډلې چې غوښتل ېې د «براندنبورگر تور» پر لور لاریون وکړې د مخالفو مظاهره کوونکو له خوا ودرول شول او بیا دې ته مجبوره شوه چې مظاهره پريږدي. په هامبورگ کې د « لویدیځ د احمق کولو پر ضد د اروپایي زغم لرونکو» تر شعار یو شمیر خلکو د «پگیدا» پر ضد لاریون وکړ.

د «پگیدا» چې پلویان ېې ځانونه د لویدیځ فرهنگ مدافعین بولي پر ضد د آلمان په مختلفو ښارونو کې د لاریونو او مظاهرو تر څنگ په نور ډولونو هم مخالفت ښکاره شوو. په کولن کې د «پيگیدا» د اسلام دښمنه غورځنگ پرضد د مخالفت د نښانې په توگه د دغه ښار د ستری تاریخې کلیسیا، د راین د رود پر سر د ستر پله او د دغه ښار په نورو لروغونو او تاریخې وداینو او ځایونو کې د یو لنډې شیبې له پاره څراغان خاموش کړل شول.

د کولن د ستري کلیسیا د چارو رئیس، نوربرت فیلدهوف د پگیدا غورځنگ پلویانو ته چې ځینې يې په پوهي او ځیني يې په ناپوهۍ سره ملاتړ کوي په اشارې سره وویل: «په دغه غورځنگ کې یو شمیر محافظه پال کاتولیکان هم شته، هغوی د کلیسیايي جماعت څخه د وتلو گواښ کوي، ځکه موږ د کلیسیا څراغ تیاره کړ. زه دغو کسانو ته وایم چې تاسي باید فکر وکړی: هغه کسان چې په دریسدن کې د پگیدا په مظاهرو کې ویناوي کوي، هغوی د افراطي نژاد پالني له دریځه استازیتوب کوي. دوي ټولو ته خطر پیدا کوي.»

دغه راز د کلن ښاروال، یورگن روترز هم د پگیدا په مخالفت خپل غږ پورته کړ او وویل: «هغه کسان چې له بهرنیانو څخه د کرکې تبلیغ کوی، زموږ په ښار کې نه ځاي لري او نه به هم موقع پیدا کړي.»

دغه راز د برلین په تاريخي ټاټوبي لکه براندنبورگرتور کې څراغان مړه شول، څو د پگیدا پلویانو ته وښودل شي چې هغوی هلته ځای نه لري. په دریسدن کې د آلمان د موټر جوړولو مشهور شرکت «فولکس واگن» هم د خپلې ودانۍ څراغان د څو شیبو له پاره د پگیدا د مخالفت په توگه خاموشه کړل. د دغه شرکت د ریاست په یو خبر پانه کې راغلی دی چې : «فولکس واگن د یوې پرانیستی، ازادي او دیموکراتي ټولني پلوي کوي.»

د آلمان په مشهورو او تاریڅي ځایونو کې د څراغانو خاموشه کول، د هغه احتجاج شعار دی چې وايي «د نژاد پالونکو پر ضد څراغ خاموشه کړی.»

د کولن ښار څراغان خاموش شول
د کولن ښار څراغان خاموشه شولانځور: Reuters/Wolfgang Rattay