د پیسو نړیوال صندوق ایرلند ته ۹۲۰ میلیونه یورو ورکړې
۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبهاعلان
د پیسو نړیوال صندوق د ایرلند هیواد ته د سپما له صندوق څخه نورې پېسې هم ورکړې. د دې صندوق چارواکو ویلي دي چې دې هیواد د جون په میاشت کې د دې صندوق ټولې غوښتنې پوره کړي دي.
په دې ترڅ کې به د ایرلند هیواد ته ۹۲۰ میلیونه یورو ورکړل شي.
په ۲۰۱۰ کال کې پریکړه شوې وه چې د سپما له صندوق څخه د ایرلند هیواد ته ۸۵ میلیارده یورو ورکړل شي.