1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیسو نړیوال صندوق: په افغانستان کې لا ډیر شفافیت ته اړتیا شته

گبریل دومیگویز۱۳۹۳ خرداد ۲۲, پنجشنبه

د ټاکنو د دویم پړاو له نزدې کیدو سره د افغانستان د اقتصادي راتلونکې په اړه اندیښنې پر ډیریدو دي. د پیسو د نړیوال صندوق په دې هیواد کې د ریفورمونو پر پلي کیدو او شفافیت پر راتلو باندې ټینگار کوي.

https://p.dw.com/p/1CH3L
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د پیسو د نړیوال صندوق غړی پاول روز، له دویچه ویله سره په مرکه کې د افغانستان پر وړاندي د پرتو اقتصادي ستونزو په اړه خبري کړي دي. پاول روز وایي چې د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره د نړیوالو مرستو دوام، سیاسي او اقتصادي اصلاحات، امنیت او ثبات اړین دي. هغه زیاتوي چې د افغانستان راتلونکې باید د شفافیت د راوړلو او د پیسو د سپینولو ضد قانون د تصویبولو هڅې وکړي، څو په هیواد کې د پراخ ادارې فساد کچه راکښته شي.

دویچه ویله: د افغانستان پر وړاندي تر ټولو لوی اقتصادي ننگونه کومه ده؟

باول روز د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان د ماموریت مشر دی.
باول روز د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان د ماموریت مشر دی.انځور: IWF

پاول روز: افغانستان په تېره لسیزه کې د پام وړ پر مختگونه کړي دي خو اوس هم فقر یوه لویه ستونزه ده. باید داسي تدابیر ونیول شي چې مالیات د فقر په کمولو، زده کړې، روغتیا او د بنسټونو پر جوړولو باندې ولگول شي.

افغانان او د وړو تجارتونو خاوندان باید د بانکونو د پورونو خدمتونو ته لاسرسی ولري. دې هدف ته د رسیدو له پاره باید د افغانستان راتلونکی حکومت بانکي سکتور لا پسې پیاوړی کړي. پر دې سربیره د پانگونې له پاره هم باید ښه شرایط برابر شي تر څو د کار زمینه برابره شي.

دویچه ویله: د افغانستان نوی حکومت باید د اقتصاد د بیا ښه کولو له پاره کوم کارونه ترسره کړي؟

پاول روز: افغانستان په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې هم وده کړې ده خو د ودې کچه د تیرو کلونو په پرتله کښته وه. د دې له پاره چې افغانستان وکولای شي په راتلونکې کې هم وده وکړي باید د انفلاسیون کچه ټیټه وساتي، د دولتي پورونو کچه کښته کړي، متوازنه بودجه ولري او خپلې نړیوالې ذخیرې د خصوصي سکتور د ودې د پانگونې له پاره وساتي. پر دې سربیره باید افغان حکومت ریفورمونه هم پلي کړي او د دندو د رامنځ ته کولو له پاره باید کار وکړي. دغه کار د پانگونو له پاره د زمینې د برابرولو او له ادارې فساد سره د مبارزه کولو له لارې ترسره کیدای شي.

دویجه ویله: د افغانستان راتلونکی حکومت باید له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کي څه وکړي؟

پاول روز: باید شفافیت او د قانون حاکمیت رامنځ ته شي. په مشخصه توگه باید نوی حکومت اقتصادي اداره قوي کړي. دغه کار د مالي سکتور، د بودجې له پاره د نویو قوانیونو د رامنځ ته کیدو له لارې کیدای شي. پر دې سربیره باید د تنظیموونکو ادارو ظرفیت هم لوړ شي. له دې سره به په افغانستان کې خصوصي سکتور تقویه شي او نوي دندې به رامنځ ته شي.

دویچه ویله: ایا تاسو فکر کوي چې د افغانستان راتلونکې حکومت به له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې بریالی شي؟ که دا کار وشي د افغانستان هغه برخې چې له همدې لارې خپل ډیر عاید ترلاسه کوي څرنگه کولای شي خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي؟

پاول روز: دا موضوع د پیسو د نړیوال صندوق له کاري ساحې دباندي ده. خو په هر حال زه فکر کوم چې راتلونکی حکومت د دې چانس لري چې د هغه کارونو په پام کې نیولو سره چې ترسره شوې دي خپل لومړیتوبونه وټاکي او اجندا ورته جوړه کړي.

دویچه ویله: له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د دغه هیواد پر اقتصاد باندي څه ډول اغېزه لري؟

پاول روز: د نړیوالو ځواکونو د وتلو موضوع له ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغانستان پر اقتصاد باندې اغېزه کړې ده. دا ځکه چې په افغانستان کې له دې کال راهیسې د نړیوالو ځواکونو لگښتونه راکم شوي دي. د دې موضوع په پام کې نیولو سره چې د نړیوالو ځواکونو ډیره برخه لا وختي له افغانستان څخه وتلې ده، په راتلونکې کې به د دې موضوع تاثیرات ډیر نه وي.

دویچه ویله: ستاسو په نظر به په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان اقتصاد څرنگه پرمختگ وکړي؟

پاول روز: د باثباته او دوامداره ودې له پاره شرایط برابر دي. د افغانستان اقتصاد باید خپلې ودې ته دوام ورکړي خو دغه کار په دې شرط کیدای شي چې په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي ثبات موجود وي. پر دې سربیره باید له افغانستان سره نړیوالې مرستې دوام پیدا کړي او اقتصادي ریفورمونه هم باید پلي شي.

باول روز د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان د ماموریت مشر دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب