1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرهاو افغانان د پاکستان پریښودو ته اړ شوي

مسعود جهش (رویترز)۱۳۹۳ بهمن ۱۸, شنبه

د گدوالو له پاره نړیوال سازمان یا IOM ویلي دي چې د پیښور پر یوه ښوونځي باندې د طالبانو تر برید وروسته، اوس په زرهاو افغانان له پاکستان څخه ځکه وتلو ته اړیږي چې په دې ځای کې له بد چلن سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1EXbO
انځور: Tanveer Mughal/AFP/Getty Images)

یوازې د جنوري په میاشت کې په پاکستان کې میشت له ۲۲۰۰۰ څخه ډیر داسې افغانان چې اسناد په لاس کې نه لري، د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي. دا په ټول ۲۰۱۴ کال کې له پاکستان څخه د وتلو افغان کډوالو د شمیر دوه برابره ده. همداراز په جنوري میاشت کې د پاکستان حکومت له ۱۵۰۰ څخه ډیر نور افغانان له دې هیواد څخه په جبر ایستلې دي.

د کډوالو له پاره د نړیوال سازمان یا IOM مشر ریچارد دانزینگر، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «دا هر څه په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندې تر برید وروسته پیل شول.» هغه زیاته کړې ده: «کله چې یوه ناوړه پیښه رامنځ ته کیږي، خلک خپله غوسه پر بهرنیانو باندې باسي.»

طالبانو د تیر کال په دسمبر میاشت کې د پاکستان په پیښور ښار کې پر یوه ښوونځي باندې برید وکړ او له ۱۳۰ څخه ډیر ماشومان یې ووژل. تر دې پیښې وروسته د پاکستان حکومت د یاغیانو پر وړاندې خپل عملیات پراخه کړل او په خاصه توگه له افغانستان سره د دې هیواد پر پوله یې د هغوی پټنځایونه په نښه کړل.

تر برید وروسته له یاغیانو سره د مبارزې په برخه کې د کابل او اسلام آباد تر منځ همکاري هم پراخه شوه. د دغه برید په تور چې پړه یې پر پاکستاني طالبانو باندې اچول کیږي، یو شمیر کسان په افغانستان کې ونیول شول.

خو په پاکستان کې میشت افغان کډوال بیا د دغې پیښې له ناوړه اغیزو سره مخامخ دي او ورسره د بد چلن له کیدو سر ټکوي. د کډوالو له پاره د نړیوال سازمان چارواکو ویلي دي چې افغان کډوال اوس د پاکستاني امنیتي ځواکونو له بد چلن لکه پر کورونو چاپه اچولو او تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

دانزینگر ویلي دي چې ډیر افغانان له پخوا څخه په پاکستان کې میشت وو او کله چې د پاکستان پریښودو ته اړ شول نو په افغانستان کې یې د تلو هیڅ ځای نه لاره. هغه زیاته کړې ده: «د هغوی ژوند په پاکستان کې دی او دا خبره هم روښانه نه ده چې دغه کسان به د څومره مودې له پاره په افغانستان کې پاتې کیدو ته اړ شي.»

په جنوري میاشت کې له پاکستان څخه افغانستان ته د هغو کډوالو چې قانوني اسناد یې نه لرل، د تلو بهیر په تدریجي ډول گړندی شو. د دې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ۳۵۰ تنه کډوال افغانستان ته واوښتل خو بیا په وروستی اوونۍ کې د هغوی شمیر ۱۴۰۰ تنو ته ورسید.

دانزینگر ویلي دي: «اوس په دې اړه وړاند وینه ستونزمنه ده [...] د کډوالو د راتگ بهیر اوس مخ په ورو کیدو نه دی.»

له بلې خوا افغانستان ته د په زرهاو کډوالو ناڅاپي رسیدو د دغه هیواد پر حکومت باندې فشارونه ډیر کړي دي. اوس یوازې هغو کسانو ته مرستې ورکول کیږي چې ډیر اسیب پذیره وي.

دانزینگر ویلي دي چې اوس له څه نا څه ۱۰ سلنه هغو کسانو سره مرسته شوې ده چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه چارواکي په خبره سازمان یې اړ شوی دی چې له ایران سره د افغانستان پر پوله خپل امکانات کم کړي ترڅو وشي کولای له رامنځ ته شوي وضعیت سره مقابله وکړي.

دغه سازمان ویلي دي چې په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې له دې ستونزې سره د مبارزې په موخه ۱.۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب