1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیښور پر هوایي ډگر برید شوی دی

۱۳۹۱ آذر ۲۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/173P0

د پېښور پر هوايي ميدان باندې د ګڼو ځانمرګو له خوا په يو تر سره شوي بريد کې د شنبې په ورځ څلور انسانان وژل شوي او پنځوس تنه نور ژوبل شوي دي. د رسمي څرګندونو له مخې يوه ځانمرګي يو موټر چې له چاودیدونکو توکو ډک وو، د ميدان له ودانۍ سره جنګولی دی. هوايي ډګر سمدلاسه وتړل شو. د بريد پړه پاکستاني طالبانو اخيستې ده. د پاکستان هوايي ځواک ويلي دي چې څلور تنو ځانمرګو دغه بريد تر سره کړی دی. د پېښور هوايي ډګر د ملکي الوتنو تر څنګ د پاکستان د هوايي ځواک پوځي الوتنې هم تر سره کوي.