1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیگیدا د رهبرۍ په کادر کې بدلون

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۲, پنجشنبه

د خپلمنحني تاوتریخوالي ډکې اوونې وروسته د اسلام ضد غورځنگ «پیگیدا» بنسټ ولړزید.د هېتلر په څيره کې د دغه غورځنگ د بنسټ ایښودونکي د انځور خپریدل او په رسنیو کې هراړخیزې څیړنې د دغې ډلې فعالیتونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

https://p.dw.com/p/1EP32
انځور: REUTERS/Hannibal Hanschke

په روانه اوونۍ کې د جدي تورونه او د یوه نوي ائتلاف رامنځته کیدل د پيگیدا یا (د لویدیځ د اسلامي کیدو ضد، د ملتپاله اروپایانو غورځنگ) د مشر لوتڅ باخمن، پر لیري کیدو تمام شول. همدارنگه پیگیدا هڅه وکړه چې د قانون له لارې د آلمان په ختیځ لایپزیگ ښار کې د خپلو پلویانو مخه ونیسي. دغو پیښو د پيگیدا بنسټونه ولړزول.

د دغه غورځنگ ډیر شمیر مخالفان د پيگیدا د پلویانو هغه دریځ ته اشاره کوي چې خپل خارجي ضد او اسلام ضد احساسات په ښکاره توگه څرگندوي. سربیره پر دې د پیگیدا مشران د افراطیت دریځ ردوي او پر دې ټینگار کوي چې دوی له بهرنیانو او مسلمانانو څخه ویره نه لري.

خو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲۱) د «بلډ» په نوم مشهورې آلمانۍ ورځپاڼې د پيگیدا د بنسټ ایښودونکي مشر لوتڅ باخمن داسې یو انځور خپور کړ چې خلکو ته یې ادولف هېتلر ورپه یاد کړ. په دغه انځور کې چې له نن څخه دوه کاله مخکې اخیستل شوی باخمن لکه د هېتلر په څیر بریتونه او ویښتان لري.

د آلمان د اقتصاد او انرژۍ وزیر زیگمار گابریل، د بلډ ورځپاڼې ته ویلي دي: «هر څوک چې د سیاست په صحنه کې فعاله وي او له هېتلر څخه په تقلید کولو سره عکس اخلي یا خو په ټوله معنی احمق دی او یا یو نازي دی».

باخمن غوښتل دغه انځور ته د شوخۍ عنوان ورکړي او بې ارزښه یې ښکاره کړي، خو په پای کې د خپلې ډلې له مشرۍ څخه د هغه پر استعفی یا لیري کیدو باندې تمامه شوه. ځکه په عین وخت کې دا خبره هم بربنډه شوه چې نوموړي د کډوالو په هکله د« کثیف» او«حیوان» له کلمو څخه استفاده کړې ده. د پيگیدا پخواني مشر له خارجیانو څخه د خپلې دغه وینا له امله بخښنه غوښتې ده.

د دریسدن ښار څارنوالانو ویلې دي چې پر باخمن د لگول شوو تورونو د کچې او اندازې په هکله به څیړنې وکړي. پيگیدا د آلمان په مختلفو ښارونو کې د خپلو مظاهرو اصلي لامل په اروپا کې د اسلام د نفوذ له ډیریدو سره د مخالفت په گوته کوي.

پیگیدا د «لیگیدا» په مقابل کې

د آلمان د دریسدن په ښار کې د پيگیدا غورځنگ هڅه وکړه چې د« لیگیدا» په نوم د لایپزیگ په ښار کې د چهارشنبې ورځې تر مظاهرې مخکې له خپلو دغو پلویانو څخه فاصله ونیسي. د پيگیدا ویاندې کاترین اورتیل، د دې کار دلیل د پیگیدا د ۱۹ ماده یې پروگرام له لاسلیکولو څخه د هغوی سرغړونه په گوته کوي.

خو سره له دې «لیگیدا» د چهارشنبې په ماښام په لایپزیگ کې مظاهرې ترسره کړې. که څه هم تمه کیده چې په دریسدن کې د دوشنبې ورځې مظاهرو تر منع کیدو وروسته به د لایپزیگ په مظاهرو کې ډیر خلک گډون وکړي، خو په دغو مظاهرو کې د گډون کوونکو شمیر ۱۵ زرو تنو ته ورسید، په داسې حال کې چې ۲۰ زره تنو د دوی پر ضد مظاهرو کې گډون وکړ.

په پاریس کې د ترهگریز برید او په آلمان او بلجیم کې د افراطي اسلام پالو پر ضد تر عملیاتو وروسته د پيگیدا د غورځنگ دوام او پایښت او د خارجي ضد مفکورې پیاوړتیا، آلماني سیاستوال اندیښمن کړي دي.