1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځمکنيوماينونوپه هکله نړيوال راپور

حسن » بری «۱۳۸۵ مهر ۱۹, چهارشنبه

له څه باندې ٢٠ کلونوراهيسې، د ځمکنيوماينونو د بندولونړيوال کمپاين چې مخفف يې ) آی سي بي ايل ( دی، د انسانانوضد ماينونوپرخلاف مبارزه کوي. پردغوماينونوباندې نيوکې کيږي، ځکه چې هغوۍ اکثراً ملکي وگړي وژني يامعيوبوي ـ

https://p.dw.com/p/DMrH
انځور: AP

اوهغه هم اکثراً د جگړوترپايته رسيدوپه کلونه کلونه وروسته. د ) آی سي بي ايل ( ټولنې په ١٩٩٧ ميلادي کال کې د خپل کاراوفعاليت لپاره، د سولې نړيواله جايزه وگټله اوپه ١٩٩٩ ميلادي کال کې يې، سړی ويلای شي چې برياليتوب په برخه شو. په دغه کال کې د کاناډا په اوټاوا کې، د انسانانوضد ماينونو د بندولولپاره تړون نافذ شو. او د دغه تړون اغيزې ورځ په ورځ لا غوړيږي.

د ) آی سي بي ايل ( غړي سټيفن » گووزه « د دغې ټولنې د ځمکنيو ماينونو د کلني راپور د معرفي کولوپه ترڅ کې، په دې هکله په لنډه توگه وويل:» د انسانانوضد ماينونوغندل د هرکال په تيريدوسره وارپه وارپه نړۍ کې پراخيږي. اوس په نړۍ کې ١٥١ هيوادونو دغه تړون لاسليک کړيدی، د نړۍ د ټولوهيوادونو څه باندې ٣ پر ۴ برخه. «

يعنی وار په وار لاډير هيوادونه ځانونه مکلفوي چې، نه له د انسانانوضد ماينونوڅخه کارواخلي او نه يې هم توليدکړي.