1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ځوانانو اصلي ستونزه بې روزګاري ده»

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۳۰, چهارشنبه

که څه هم د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ورزش او تکنالوژي په برخه کې د ځوانانو د ځلیدو خبره کوي، خو پخپله ځوانان له بیکاري، فساد او د هغوی د نورو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د حکومت له نه کار څخه شکایت کوي.

https://p.dw.com/p/19U7o
انځور: DW

اوس یوازینی بنسټ چې د افغان ځوانانو د ستونزو د له منځه وړلو له پاره کار کوي د ځوانانو معنیت دی چې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست میاشتې ۲۱ نیټه) په کابل کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسب جوړه شوې غونډې ته وویل: «زموږ د هیواد ځوانان په ډیرو کمو وسایلو سره هم په ټولو برخو کې ځلیدلي دي. له ورزشه نیولې تر خبریالي او هنري کارونو پورې زموږ نجونې او هلکان ډیر ښه ځلیدلي دي.»

سږ کال د کډوالو نړیواله ورځ د «ځوانانو او مهاجرت» تر شعار لاندې ولمانځل شوه. د ځوانانو د چارو معین تیمور شاه اسحاق زي وویل چې هڅه کوي ځوانان قانوني مهاجرت ته تشویق کړي.

اصلي ستونزه بې روزګاري ده

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځوانان وایي چې په تیرو یوولسو کلونو کې داسې اساسي او بنسټیز کارونه چې وکولای شي د افغان ځوانانو په وضعیت کې ښه والی رامنځ ته کړي نه دي تر سره شوي.

د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د جوړې شوې غونډې یوه تنه ګډونواله انیسه صافۍ، وایي چې افغان حکومت پر دې نه دی توانیدلی چې په عمل کې د ځوانانو له پاره کوم کار تر سره کړي. هغه وایي: «په ادارو کې چې څوک په رأس کې وي، خپل خپلوان او دوستان راټولوي او هغوی ته کارونه ورکوي. خو هغه ځوانان چې څوک نه پیژني، بې روزګاره دي. دغه ځوانان هم په نشو روږدي کیږي، هم غلاوې کوي او هم ترې قاچاقبران جوړيږي.»

په وروستیو کلونو کې په زرګونو ځوانان چې له پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي، بې روزګاره دي. د دغو کسانو له ډلې څخه د شفیع آشنا، په نوم یو تن وایي چې سره له دې چې د پوهنتون څخه فارغه شوی دی نه دی توانیدلی چې کوم کار وموندي.

افغانان ځوانان وایي حکومت د ځوانانو نړیواله ورځ د مراسمو په تر سره کولو، د یوه بوتل معدني اوبو او د څو کتابچو په ویشلو سره لمانځي. خو د هغوی په خبره د ځوانانو ستونزې له دغو کارونو سره له منځه نه شي تلای.

شفیع وایي چې د فارمیسي یا دوا جوړونې له پوهنځي څخه فارغ شوی خو بې روزګاره دی. هغه زیاتوي چې ان پر دې نه دی توانیدلی چې د یوه درملتون د فعالولو جواز تر لاسه کړي. هغه وایي: «کله چې ځوانان زده کړې کوي او فارغیږي، څوک ورته د کار کولو اجازه نه ورکوي. زه سږ کال د فارمیسي له پوهنځي څخه فارغ شوی یم او ما ته د فعالیت جواز نه راکوي. پر دې ټول پوهیږي، ترڅو چې زه یو لک افغانۍ رشوت ور نه کړم، نه شم کولای جواز تر ګوتو کړم.»

ځوانان او کډوالیتوب

د ناامنیو او د بې روزګاري د لمن په غځیدو سره هر کال په زرګونه افغانان دې ته ترجیح ورکوي چې د مرګ خطر پر ځان ومني او ځان له غیر قانوني لارو اروپایي هیوادونو او یا هم آسترالیا ته ورسوي. هر کال په زرهاو ځوانان چې له غیر قانوني لارو بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي د بېلابېلو پیښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه موضوع اوس د کډوالو د نړیوالې ادارې له پاره یوه لویه انديښنه ګرځیدلې ده. د کډوالو د نړیوالې ادارې یا IOM مشرې شهرزاد دانشمند، په دغه مراسمو کې وویل: «موږ د ځوانانو تر منځ د قانوني مهاجرت او مثبتو بدیلو لارو او دغه راز هغوی ته د غیر قانوني مهاجرت د خطرونو په هکله معلومات ورکوو.»

میرمن دانشمند زیاته کړه چې هر کال نیم میلیون افغان ځوانان د کار بازار ته داخلیږي او د هغوی ډیر شمیر د کار موندلو له پاره هڅه کوي چې نورو هیوادونو ته کډوال شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب