1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځوانانو د ويني بانک د ډيرو خلکو ژوند ژغورلی

۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

د خوست ولايت په شيخ زايد پوهنتون کي سلګونه محصلينو د نوښتګرو ځوانانو په نوم د ويني بانک جوړ کړى او د دې بانک د مسؤلينو په خبره تر اوسه يي د لسګونه کسانو ژوند په خپلو وينو له مرګ څخه ژغورلی.

https://p.dw.com/p/11f6j
د خوست والي د ويني ورکولو پر مهال
د خوست والي د ويني ورکولو پر مهالانځور: DW

د ويني دا بانک چي تير کال جوړ سوى د ويني ورکولو له پاره يي ١٨کسانو نوم ليکنه کړې او د خوست په ولايتي روغتون کي يې د ويني د کمښت ستونزه کمه کړې ده.

د نوښتګرو ځوانانو د ويني بانک مشر داود افغان وايي، چي دا لړۍ يي د هيواد يو شمير نورو پوهنتونونو ته هم غځولې او لا يې هم د پراخيدو هڅي رواني دي.

نوموړي د ويني بانک په لومړۍ کليزه کي وويل، چي د تير کال راهيسي يي د محصلينو په وينه د ٧١٤ هيوادولو ژوند ژغورلى ، چي زياتره يي ښځي او ماشومان دي.

ښاغلى افغان وايي، دا کار يي له دې امله کړى چي ډير کله او په ځانګړي ډول د پيښو پرمهال د ويني نسشتوالي له امله يو شمير ناروغان په روغتون کي ساه ورکوي.

د خوست د والي سره هغه نوښتگر ځوانان چي د ويني بانک يې جوړ کړی
د خوست د والي سره هغه نوښتگر ځوانان چي د ويني بانک يې جوړ کړیانځور: DW

د خوست د شيخ زايد پوهنتون رئيس دوکتور ګل حسن وليزي دا کار د قدر وړ او نه هيردونکى و بلی او زياته يي کړه، چي د ټول هيواد ، د پوهنتونونو محصلين دي د شيخ زايد پوهنتون د محصلينو پر پلو پلونه کيږدي.

د طب پوهنځي يوه استاد ډاکټر ذبيخ الله احمدي وويل، چي وينه ايستل په روغتيايي لحاظ نه يوازي زيان نه لري، بلکي ځيني وخت د نه علاجه ناروغيو د درملني سبب ګرځي.

د خوست د عامي روغتيا رئيس ډاکټرهدايت الله حميدي وويل، چي ددې لوړ ګام په پورته کيدلو سره به د خوست د روغتونونو هغه هميشنۍ اړتيا کمه سي، چي تر اوسه ورسره د ويني د کمښت له امله مخامخ وو.

د يادولو وړ ده چي د خوست ځوانانو په نوښت دا لومړی ځل دی چي په افغانستان کي د وينو دغه ډول يو بانک پرانستل کيږي.

په افغانستان کي ډيری روغتنونه اکثره وخت د ويني له کمي سره مخامخ وي، او د راډيو گانو له لاري پر خلکو ږغ کوي چي د روغتنونو سره په وينه ورکولو کي مرسته وکړي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل