1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځېرک تليفونونو په مرسته د مهاجرو ادغام

۱۳۹۴ دی ۲۴, پنجشنبه

د گرځنده تلیفونونو اپلیکیشن جوړونکي هم په آلماني ټولنه کې د کډوالو د ادغام برخي ته خپل پام اړولی دی. دغه شرکتونه مهاجرو ته د روزمره معلوماتو رسوني له پاره د ځیرکو تلیفونو په ایپس جوړولو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/1HcrM
انځور: DW/K. Cote

مهاجر اروپا ته د خپل سفر پر مهال یو له بل سره د اړیکو ساتلو له پاره له فیسبوک او واتس ایپ څخه کار اخلي، خو آلمان ته تر رسیدو وروسته د مهاجرت اړونده مسائلو او روزمره ژوند په برخه کې په آلمان کې جوړ شوي اپلیکیشن له دوی سره ډیره مرسته کوي.

په آلمان کې د سیمه ییزو ادارو له خوا د اپلیکیشن تر جوړوني وروسته اوس د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) هم د ځیرکو تلیفونونو له پاره اپلیکشن جوړ کړی دی.

د آلمان په دریسدن ښار کې د دوو IT یا د «کمپیوټر تخنیک» شرکتونو له خوا د مهاجرو له پاره جوړ شوې ایپ (Welcome App) تیر کال تر ۱۵۰۰۰ وار ډیر ډاون لوډ شوي وو.

ویلکم ایپ په آلمان کې د پناه غوښتنې عریضې د وړاندي کولو طریقې تر څنگ، کډوالو ته د ورځني ژوند په هکله معلومات هم وړاندي کوي.

همدارنگه د آلمان په آوگس بُرگ، کې د Integreat په نوم یو بل ایپ تر ۱۲۰۰ ډیر کارونکي لري. که څه هم یوازي تیر کال آلمان ته تر ۱۱۰۰ زرو ډیر مهاجر راغلي دي چې پر دې اساس پورته ذکر شوې رقم د مهاجرو د شمیر په پرتله ډیر کم دی، خو دا هم باید په پام کې ونیول شي چې دغه دواړه اپلیکشنونه د آلمان د یوازي یوه ښار تر کچې محدود ساتل شوي دي.

د Speakfree په نوم یو داسي پيغام لیږدونکی اپلیکیشن هم موجود دی چې مهاجر پکښې په خپله مورنۍ ژبه یو پيغام استوي او دغه ایپ یې په آلماني ژبه ترجمه کوي. د دغه اپلیکشن جوړونکي شرکت په حواله هره میاشت تر ۱۵ زرو ډیر کارونکي له دې پيغام لیږدونکي څخه استفاده کوي.

اوس د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) هم د ځیرکو تلیفونونو له پاره د Ankommen په نوم يو ایپ جوړ کړی دی. آلمان ته راغلي نوي مهاجر کولای شي د دغه اپلیکشن په مرسته د پناه غوښتني د طریقې او په دغه هیواد کې د ورځني ژوند په هکله معلومات ترلاسه کړي.

سربیره پر دې د گویته انستیتوت له خوا د آلماني ژبې د زده کړی ابتدایې کورس هم د (BAMF) له خوا په وړاندي کیدونکي اپلیکشن کې شته. دغه ایپ آلمان ته له نوو راغلو کډوالو سره د آلماني ژبې د زده کړي په برخه کې مرسته کولای شي.

د دې تر څنگ د مهاجرو له پاره د استوگني، روزگار او نورو ورځنیو اړتیا په برخه کې آنلاین انترنيتي اسانیاوي هم موجود دي. د home4refugees.org په نوم انټرنټ پاڼه له مهاجرو سره د کور پیدا کولو په برخه کې مرسته کوي.

دغه انټرنيټ پاڼه د کور خاوند او مهاجر تر منځ نیغ په نیغه اړیکه ټینگوي، څو له پیچلو ادارې کارونو څخه مخنیوی شوی وي.

د دې ترڅنگ د ankommen.eu انټرنيټ پاڼي له لارې سیمه ییز خلک مهاجرو ته موبل یا خپل فرنیچر او د ورځني ژوند د اړتیاو نور سامان د سوغات په توگه ورکولای شي.