د چهل دخترانو د اوبو بند بيا ورغول سو
۱۳۸۹ فروردین ۱۳, جمعهد اوبو دغه بند، چي د تيرو کلونو د کورنيو جګړو له کبله له کاره لويدلی و د سيمي خلک يې د اوبو د نشتوالي له ستونزي سره مخامخ کړي ول.
د چهل دخترانو د اوبو د بند د بيارغولو کار، چي د دوه و کلونو په موده کي ترسره سو مالي لګښت يې په کابل کي د بهرنيو سوله ساتو ځواکونو د فنکس د ډلي لخوا ورکړل سوی دی.
د کابل ولايت د کليو د پراختيا رييس عبدالرب نوري وويل، چي د اوبو دغه بند د خلکو په غوښتنه بيارغول سوی دی، چي د چاراسياب په ولسوالۍ کي د بيارغوني تر ټولو ستره پروژه بلل کيږي. ځکه د دغي پروژې په پلي کيدو سره اوس د څو کليو اوسيدونکي د اوبو د نشتوالي له ستونزي څخه ژغورل سوي او په زرهاوه جريبه ځمکه د بند له اوبو څخه خړوبيږي.
د کابل ولايت د کليو د پراختيا رييس د اوبو د بند د بيارغولو د مالي لګښت په هکله بې خبري وښودله خو زياته يې کړه چي: نه يواځي د اوبو بند رغول سوی، بلکي د لس هاوو کيلو مترو په اوږد والي درې ويالې، چي د اوبو له بند څخه بيلابيلو کليو ته غځيږي هم بيارغول شوي دي.
د چهل دخترانو د اوبو د بند د بيارغولو له امله د سيمي اوسيدونکي ډير خوشاله دي او وايي چي: د چاراسياب د ولسوالۍ کرهڼيزي ځمکي او کروندې، چي پخوا تردې د وچ کاليوله امله د وچيدو له ګواښونو سره مخامخ کيدل اوس دوی ډاډه دي، چي د اوبو دغه بند بزګران ، کروندګراوباغ لرونکي د وچ کاليو له ګواښونو څخه ژغوري.
د سيمې يو تن اوسيدونکی غلام علي وايي چي: د دغه بند له اوبو څخه بزګران او کروندګر ډيره ښه استفاده کوي د ولسوالۍ کروندې، باغونه او کرهڼيزي ځمکي د همدغه بند د اوبو له برکته شنې سوي دي.
د تنګي سيدانو د کلي د ساداتو د قومي شورا د مشر په وينا د چهل دخترانو د اوبو د بند د بيارغولو په موده کي سل هاوو تنو کليوالو لپاره دکار کولو زمينه برابره سوې وه او د اوبو دغه بند لس زره جريبه ځمکه خړوبوي.
انوربری پال/ کابل
کتونکی. زيارمل