1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چيبوک تښتول شوې نجونې د خپلو کورنيو سره یوځای شوې

۱۳۹۵ مهر ۲۶, دوشنبه

په ۲۰۱۴م کې د بوکو حرام د تندلارې ډله له خوا د تښتول شويو شا او خوا دوه سوه نجونو څخه يې ۲۱ بيرته آزادې کړل شوي او په ابوجا کې خپلو کورنيو ته سپارل شوي. حکومت ژمنه کړې چې په لسونو نورې نجونې به هم ډير ژر آزادې شي.

https://p.dw.com/p/2RJ5Z
Nigeria 21 Chibok-Mädchen
انځور: Picture-Alliance/dpa/EPA/STR

په ژړا، خوښې او نڅاو سره د تيرې يکشنې په ورځ ۲۱ آزادو شويو نجونو ته د دوی د مور و پلار له خوا هرکلې وويل شو. که څه هم چې دغه نجونې د بوکو حرام ډلې لا د پنجنشنبې په ورځ آزادې کړې وې خو کورنيو ته يې سپارولو ځکه وخت ونیو چې د ډيرو نجونو مور و پلار د پلازمينې څخه په ليرې پرته سيمه چيبوک کې اوسي.

د يوې را خوشې شوې نجلې راها امانويل، مور وايي: «تمه مې نه درلودله چې لور به مې بيرته ووينم. زه دعا کوم چې هغه نجونې چې اوس هم لادرکه دي زموږ د لوڼو غوندې روغې رمټې کور ته راستنې شي.»

امانويل او د ښوونځي نورې ۲۷۵ شاګردانې د ۲۰۱۴م کال په اپريل مياشت کې د يوه ښوونځي څخه د بوکو حرام وسلوالې ډلې له خوا تښتول شوې وې. دغه ډله په نايجيريا کې نه يوازې د اسلامي خلافت د رامنځته کولو هدف تعقيبوي بلکې د لويديځ زده کړې هم ردوي. په هوسايي ژبه کې د بوکو حرام معنا ده «غربي زده کړې حرامې دي».

تر تښتول کيدو وروسته میاشتو کې ځينې نجونې د تښتونکو د پنجې څخه په ځان خلاصولو توانيدلې وې. خو زياتره پاتې یې د دغه وسلوالې ډلې له غړو سره واده ته مجبورې کړل شوې.

۸۳ پاتې نجونې هم ډير ژر آزادیږي

د پنجنشبې په ورځ د ۲۱ نجونو راخوشې کيدل په لومړي ځل ښيي چې د بوکو حرام د ترهګرې ډلې سره د دې نجونو په سوله ايزه توګه د را آزادولو له پاره حکومت کامياب مذاکرات ترسره کړي. د حکومت په حواله ترهګر غواړي د هغو ۱۹۷ نجونې څخه چې د دوي په ولکه کې دي، ۸۳ تنه ډير ژر آزادې کړي.

د نايجيریا د اطلاعاتو وزير لاي محمد وويل: «ډير ژر به بله لويه ډله هم آزاده شي.»

ده زياته کړه چې حکومت به تر هغه وخته پورې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي تر څو ټولې نجونې خپلو کورنيو سره یوځای شي.

Nigeria 21 Chibok-Mädchen
انځور: Picture-Alliance/Sunday Aghaeze/Nigeria State House via AP

په پلازمينه ابوجا کې د راخوشې شويو نجونو له پاره په جوړه شوې یوه مذهبي غونډه کې ځينو نجونو د هغه وخت خپلې ترخې او کړونکې خاطرې بيان کړې.

ګلوريا ديم، د فرانس پريس خبري آژانس سره د خبرو پر وخت وويل: «موږ يوه میاشت او لس ورځې هیڅ خوراک نه درلود خو مړې نه شو.»

ويل شوي چې په ابوجا کې به د دې نجونو طبي معاينات ترسره شي.

په داسې حال کې چې په دې غونډه کې ځینو میندو پلرونو د خپلو لوڼو په آزاديدو ډيره خوښي څرګنده کړه، نورو بيا په دې اړه خفګان څرګند کړ چې څه رنګه د دوی د لوڼو د يرغمل نيونې څخه سياسي ګټه پورته شوه. د يوې آزادې شوې نجلې پلار موتا ابانا، وويل: «زموږ اولادونه پيسې نه دي او نه هم جامې دي چې دوی يې د کمپاين له پاره په تن کړي. زموږ اولادونه زموږ وياړ دی.»