1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين او امريکا تر منځ تازه ترينګلتيا

۱۳۹۴ بهمن ۱۱, یکشنبه

د امريکا متحده آيالات د چين په سويلي سمندر کې خپل حضور ته دوام ورکوي. يوه جنګي بېړۍ يې د ټاپوګانو داسې مجموعې ته ورنژدې شوې ده چې چين يې خپله خاوره ګڼي. په پکينګ کې دغه کار پارونه وبلل شو.

https://p.dw.com/p/1HmUS
انځور: Reuters

د «يو اس اس کورتيس ويلبور» په نوم کښتۍ د تريتون د ټاپو په لور ورغله. دغه يوازې ۱،۲ مربع متره لوی ټاپو د پاراسل پر مجموعې پورې اړه لري، چې چين يې د مالکيت دعوا کوي. د متحده آيالاتو جنګي کښتۍ د دغه کوچني ټاپو د دولس ميلونو ساحې ته هم ورننوتله.

د دغه ماموريت هدف د امریکا متحده آيالاتو د دفاع وزارت په حواله «د چين په سويلي سمندر کې د کښتيو د آزاد تګ راتګ» څخه دفاع ده. نه يوازې چين، بلکې تايوان او ويتنام هم د ټاپوګانو د دغې مجموعې په سر دعوا لري. پنټاګون بيا ويلي دي چې د «يو اس اس کورتيس ويلبور» د ماموريت اصلي موخه د خاورې په سر شخړې پورې اړه نه لري، بلکې د امريکا متحده آيالاتو غوښتل چې د سمندرونو په برخه کې نړيوال مقررات تطبيق کړي. امريکا د دغو څرګندونو له مخې غواړي چې د چين، تايوان او ويتنام د هغو هلو ځلو مخه ونيسي چې هڅه کوي د امريکا متحده آيالاتو او نورو هېوادونو د کښتيو پر تګ راتګ بنديز ولګوي.

چين د امريکايي کښتۍ ماموريت په کلکه وغانده

د پېنټاګون د وياند، جېف ډيويس، د څرګندونو له مخې چينايي کښتۍ حاضرې نه وې کله چې امريکايي جنګي کښتۍ په دغه ساحه کې روانه وه. د چين د بهرنيو چارو وزارت دغه اقدام سملاسي وغانده او ويې ويل چې امريکايي کښتۍ قوانين تر پښو لاندې کړي دي، ځکه چې کښتۍ د چين اوبو ته ورننوتلې ده. چين په خپله خبره متقابلې هلې ځلې پورته کړې دي او په سيمه کې يې څارنه زياته کړې ده. د چين د دفاع وزارت د امريکا دغه کار يوه شعوري پارونه بللې ده چې غير مسوولانه او ډېره زياته خطرناکه هم ګڼل شوې ده.

د چين د دفاع وزارت په ويبپاڼه کې ويل شوي دي چې چينايي سمندري کښتيو سملاسي عبرګون ښکاره کړی دی. د نورو کارونو تر څنګ پر «کورتيس ويلبور» کښتۍ باندې غږ شوی دی چې فاصله دې ونيسي. د چين پوځ به د خپلو څرګندونو له مخې هر هغه څه وکړي چې له خپل ملي حاکميت او خپل امنيت څخه دفاع وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د امريکا متحده آيالاتو يوه جنګي بېړۍ دې د دغې ساحې له لوري، چې چين ورباندې دعوا لري، تېره شي. په اکتوبر مياشت کې د «لاسن» په نوم بله بېړۍ دغو ټاپوګانو ته ډېره ورنژدې شوې وه. پکينګ همدا اوس لګيا دی او دغه ټاپوګان په مصنوعي توګه لا پسې پراخوي. په هغه وخت کې هم امريکايي چارواکو اعلان کړی وو چې د کښتيو داسې خوځښتونه به په راتلونکي کې پر له پسې دوام ولري.

په خپل لومړي غبرګون کې د امريکا متحده آيالاتو د سنا د دفاعي پلاوي مشر، جان مک کين، وويل دی هيله لري چې دغسې ماموريتونه به دوام ومومي او دا چې هغه به د چين او نورو هېوادونو له خوا ومنل هم شي. د چين د سويلي سمندر له لوري د کښتيو د تګ راتګ تر ټولو بوختې نړيوالې لارې تېريږي. د نړۍ دريمه برخه د نفتو او تېلو د لېږدونې کښتۍ په همدغه سيمه ورتېريږي.