1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين او تايوان ولسمشرانو پسله ۶۰ کالو سره وليدل

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۱۶, شنبه

د چين او تايوان دولتي مشرانو د ۶۰ کالو وروسته لومړی ملاقات وکړ. په ۱۹۴۹کال د کورنۍ جګړې وروسته دواړو هيوادونو يو د بل سره اړيکي شلولي وې. په ليدنه کي د يووالي خبري وسوې.

https://p.dw.com/p/1H1aA
انځور: Reuters/E. Su

د چین د دولتي مشر شي جينپينګ او تايوان د ولسمشر ما يينګ جېآؤ تر منځ ملاقات په سينګاپور کي د لاس په روغبړ پېل سو. دواړو مشرانو وويل: «موږ يوه کورنۍ يو.» دواړو مشرانو پر دې ټينګار وکړ چي د دنيا هيڅ قدرت دغو هيوادونو کي بېلتون نه سي راوستلای.

د چين ولسمشر شي زياته کړه چي د تايوان د لاري پر دواړو اړخونو پراته چينايان د دې وړتيا او حکمت لري چي خپلمنځي ستونزي پخپله سره حل کړي. د تايوان ولسمشر ما په خپل وار وويل چي د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي بايد چي پر جديت، حکمت او زغم ولاړي وي. د هغه په وينا د نظر اختلافات بايد چي د سوليزو لارو حل کړل سي.

نه اعلان او نه تړون

دواړه مشران د ژورنالستانو مخ ته راڅرګند سول او د هغه وروسته د خبرو اترو له پاره هوټل ته ولاړل. دواړو اړخونو د ملاقات د پېل څخه تر مخه لا روښانه کړې وه چي د دغې غونډي په ترڅ کي نه اعلاميې او نه هم د تړونونو لاسليک کېدل پلان سوي دي.

چين و تايوان ته د خپلي يوې داسي برخي په سترګه ګوري چي ورڅخه بېله سوې او چين يې بېرته د الحاق غوښتنه لري. د چين څخه دغه ايالت په ۱۹۴۹کال د کورنۍ جګړې وروسته بېل سوی ؤ. په ۱۹۹۲کال د اړخونو تر منځ يو تفاهم وسو. د دغه تفاهم له مخي دواړه اړخونه دا مني چي «يو چين» موجوده دی، خو دواړه اړخونه يې بېل تعبير کوي.

اوسنی ملاقات په بيجينګ کي د مشرتابه د دريځ يو غېر عادي لوی بدلون دی. ولي چي دغه مشرتابه تر اوس پوري د تايوان د مشرتابه سره و ليدو ته چمتووالی نه ښودی. د چين مشرتابه خپل دغه دريځ په دې توجيه کاوه چي ګواکي نه غواړي د تايوان سره په رسمي ملاقات د «چين جمهوريت» خطاب کولو ته يو ډول مشروعيت ورکړي. تايوان تر نن پوري ځان ته د «چين جمهوريت» خطاب کوي. له همدې کبله دواړو اړخونو د دغه ملاقات لپاره يو سخت منظم پروتوکول ټاکلی ؤ. د بېلګي په توګه د دغه ملاقات له پاره پر دې تفاهم سوی ؤ چي دواړه مشران به يو بل ته په خپلو نومونو «ښاغلی شي» او «ښاغلی ما» خطاب کوي او دولتي رسمي عهدو ته به تذکر نه ورکوي.

د نژدې کېدنې ضد احتجاج

د چين او تايوان تر منځ اړيکي په ۲۰۰۸کال د تایوان د ولسمشر په توګه د ما د ټاکل کېدو راهيسي ډيري بهتره سوي دي. خو په سينګاپور کي تر سره سوی ملاقات د احتجاجونو تر سیوري لاندي تر سره سو. د چين او تايوان د نژدې کېدني ضد يو شمېر کسانو د جمعې په ماخستن کوښښ وکړ چي احتجاجا په تايپې کي د پارلمان ودانۍ ته ننوزي. خو دغه احتجاج کوونکي چي شمېر يې تقريبا ۳۰۰ ؤ، د پوليسو له خوا يې مخه ونيول سوه.

کله چي د تايوان ولسمشر د تايپې د هوايي ډګر څخه د ملاقات پر لور سفر کاوه، او رسنيو ته يې يې اعلاميه وړاندي کړه، نو احتجاجونه رامنځ ته سول. احتجاج کوونکو د دواړو مشرانو انځورونه وسوځول او شي ته يې د «ديکتاتور» او ما ته يې د «غدار» خطاب وکړ. د دغو احتجاجونو په ترڅ کي يو شمېر کسان نيول سوي هم دي.