1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين او روسيې سمندري پوځي مانورې پيل سوې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳, یکشنبه

د چين دولتي تلويزيون خبر ورکړی دئ، چي په ژړ سمندر کي د چين او روسيې پوځي سمندري مانورې د يکشنبې په روځ(۲۰۱۲ د اپريل ۲۲) پيل سوي دي.

https://p.dw.com/p/14j7A
انځور: dapd

د چين د رسمي تلويزيون د راپور پر اساس دغه پوځي مانورې له ډيره وخته پلان سوي وې. له دې پوځي مانورو څخه موخه په سيمه کي سوله او ثبات ساتل دي.

د چين د دولتي رسنيو په حواله په دغه مانورو کي چي د چين په لويځو ساحل کي ترسره کيږي ۱۸ چينايي کښتيو او ۴ روسي کښتيو برخه اخيستې ده.

دغه مانورې د دواړو هيوادونو تر منځ په پوځي برخه کي د خپل ډول لومړۍ مانورې شمېرل کيږي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه خبري کنفرانس کي ويلي دي، چي دغه مانوري چي شپږ ورځي به دوام وکړي پکښي دوو اوبتلونو او ۱۶ جنگي کښتيو برخه اخيستې ده.

په ژړ سمندر کي د چين او رسيې د پوځي مانورو په اړه جاپان خپله انديښنه ښوولې ده.
په ژړ سمندر کي د چين او رسيې د پوځي مانورو په اړه جاپان خپله انديښنه ښوولې ده.انځور: AP

ليو وايمين ويلي دي، چي دغه مانورې د شينگ دانگ ايالت د قينگدوا په ساحلي ښارکي پيل سوي دي:

«په ماناورو کي د چين له خوا دوو اوبتلونو او ۱۶ کښتيو او دغه راز د روسيې له خوا ۴ سترو جنگي کښيو برخه اخيستې ده.»

په دغه سمندري مانورو کښي به دافع هوا، له اوبتلونو سره جگړه او د ژغورني او پلټني عمليات تر سره سي.

په ژړ سمندر کي د چين او رسيې د پوځي مانورو په اړه جاپان خپله انديښنه ښوولې ده.

تر دې مخکي د جاپان ددفاع وزارت اعلام کړی وو، چي چين ورځ تر بلي په اوبو کښي فعاله کيږي:«چين ورځ تر بلي د جاپان په ساحلي اوبو کي فعاله کيږي.»

دا په داسي حال کي ده چي چين له خپلو څو گاونډيو هيوادونو سره د څو ساحلو پر سر ستونزه لري. چين او جاپان د چين په شمال کي د ډيرو کبانو درلودونکي سيمي باندي جنجال لري چي هر يو ئې د ځان برخه بولي.

دغه راز د چين درياب په جنوب کي د غير مسکوني سواحلو پر سر له فليپين او ويتنام سره هم ستونزي موجودي دي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: بريښنا صابر