1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين د اقتصادي ودي کچه نوره هم کښته شوې ده

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۲۴, دوشنبه

د چین اقتصادي وده د روان کال په دوهمو درو میاشتو کې هم راکښته شوې ده. په دې سره نو د نړۍ د دوهم اقتصاد په اړه اندیښنې لا پسي ډیري شوي دي. خو چینایي چارواکو ویلي دي چې اقتصاد یې باثباته دی.

https://p.dw.com/p/197qI
Der Ladies Market in der Tung Choi Street im Stadtteil Kowloon in Hongkong, fotografiert am 08.01.2012. Foto: Jens Kalaene pixel
China Straßenhändlerانځور: picture-alliance/ZB

د چین د رسمي شمیرو له مخې دغه هیواد ناخالص کورني تولید د ۲۰۱۳ کال په دوهمو درو میاشتو کې ۷.۵ سلنه وده کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې دغه وده د لومړیو درو میاشتو له پاره ۷.۷ سلنه وه. د چین د ملي احصائیې ویاند شینگ لییانگ، د دوشنبې په ورځ وویل چې د چین اقتصادي وضعیت باثباته دی.

دغه چینایي چارواکي ویلي دي چې د هیواد د ودې د سلني د کمیدو علت یې د «ممکنه بهره وري» کمیدل دي. دا په دې معنی چې اوس په چین کې پانگونه د پخوا په څیر گټه یا «سود» نه رامنځ ته کوي.

لییانگ وویل چې په دې برخه کې نړیوال اقتصادی وضعیت هم د یادولو وړ دی چې اوس هم له ستونزو سره مخامخ دی. ښايي هغه له دې سره د یورو کړکیچ او په نړیواله کچه د تقاضا کمیدو ته اشاره کوله.

په ۲۰۱۲ کال کې د چین اقتصادي وده ۷.۸ سلنه ته راکښته شوې وه. هغه وخت دغه شمیره په تیرو ۱۳ کلونو کې د چین د اقتصادي ودې تر ټولو کښته سلنه وه. خو اوس ښایي دغه سلنه د لا کښته کېدو پر لور روانه وي چې له کبله یې نه یوازې په چین بلکي په ټولنه نړۍ کې اقتصادي ستونزي رامنځ ته کیدای شي.

تر دې مخکې د چین د مالیې وزیر ویلي ول چې په ۲۰۱۳ کال کې به د دغه هیواد د ناخالص کورني تولید کچه د ۶.۵ او ۷ سلنه تر منځ یوې شمېرې ته راکښته شي. دا په داسې حال کې ده چې چین د روان کال له پاره د خپل ناخالص ملي عاید د ودې کچه ۷.۵ سلنه اټکل کړې وه.

د چین د اقتصادي ودې کچه په داسې حال کې راکښته کيږي چې دغه هیواد غواړي اوس خپل توازن یو ځل بیا برقراره کړي. دا په دې معنی چې چین اوس غواړي د لنډ مهاله صادراتو پر ځای د پیریدونکو د مصرف کچي ته ډیره توجه وکړي.

له بلې خوا په وروستیو وختونو کې د چینایي بانکونو د مالي وړتیاو په اړه هم ځیني پوښتني او شکونه رامنځ ته شوي دي. یو شمیر کارپوهان وایي چې د دغه هیواد ډیر بانکونه اوس د چین له مرکزي بانکه پوړوړ دي او خپلي چارې د همدغو پورونو په مرسته پر مخ بیایي. یو شمیر کارپوهان خو آن وایي چې وضعیت له ډیوالي کیدو دمخه د اروپايي بانکونو حالت ته ورته دی. خو خپله چینایي بانکونه او د دغه هیواد مالي ادارې بیا دغه ادعاګانې ردوي.