1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين د کمونيست ګوند يوه دفتر مخي ته څو چاودني سوي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۵, چهارشنبه

په چين کي د کونيست ګوند ديوه ايالتي دفتر مخي ته څو ساچمه يي بمونه چاودلي دي. ځايي پوليسو او رسنيو خبر ورکړی دی چي په پيښه کي يو تن وژل سوی او څو تنه نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1ACxD
epa03937656 Onlookers watch policemen working at the site of explosions outside the provincial headquarters of China's ruling Communist Party in Taiyuan, Shanxi province, China, 06 November 2013. At least one person died and eight were injured by small explosions outside the Shanxi provincial headquarters of the ruling Communist Party in northern China police and state media said. EPA/YU TU CHINA OUT
China Explosionen in Taiyuanانځور: picture-alliance/dpa

دغه چاودني په «تی يوان» ښار کي څو ورځي وروسته تر هغي ترسره کيږي چي د دغه هيواد د پلازمېني په زړه کي پکښې پنځه تنه انسانان ووژل سول او څو تنه نور ټپيان سول. د چين حکوخت دغه پيښه «تروريستي» عمل بللی وو.

د چين پوليسو ويلي دي چي له کوچنيو وسايلو جوړ څو بمونه په تي يوان ښار کي د کمونيست ګوند د ايالاتي کمېسيون د دفتر مخي ته پرله پسې چاودلي دي. تی يوان د چين په شمال کي د شان شي ايالت مرکز دی.

د شينهوا خبري آژانس د راپور له مخي د اتو چاودنو آوازونه اورېدل سوي دي. دغه آژانس زياته کړې ده چي پوليسو په سيمه کي د ساچمې او داسي چاودېدونکي مواد موندلي دي چي په کور کي جوړ سوي دي. په کورونو کي جوړيدونکو بمونو کي ساچمې او نور فلزي ټوټې د تخريب رسولو او انسانانو ته د مرګ ژوبلي اړولو له پاره کارول کيږي.

د شينهوا خبري آژانس د پوليسو په حواله خبر ورکوي چي له موندل سوو فلزي ټوټو او ساچمو څخه داسي ښکاري چي «دغه بمونه دي په کور کي» جوړ سوي وي. پوليسو په پيښه کي د يوه تن وژل تاييد کړي دي. په دغه پيښه کي نزدې اته تنه نور ټپيان سوي دي چي د يوه تن ورغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ بلل سوې دی.

د چاودنو سيمه
د چاودنو سيمهانځور: picture alliance/AP Photo

د چين د رسنيو يوه شرکت «سايشین» په خپل «ميکرو وبلاګ» کي ليکي دي چي «عينی شاهدانو د اوو چاودنو راپور ورکړی دی او ويلي يې دې چي چاودني زوره وري وې.»

دغه شرکت زياته کړې ده: «يو شمېر پوښتل سوی کسانو ويلي دي چي دوی حتی په ۱۰۰ ميترۍ کي د مځکي تکان احساس کړی دی.»

په هغه انځورونو کي چي د چين په مشهوره ټولنيزه شبکه (weibo) کي خپاره سوی دي ښي چي په سيمه کي ولاړ موټر غار غار سوي دي. په يو شمېر انځورنو کي ښکاري چي د موټرو دروازې الوزول سوي او پر سړکانو باندي یوې او بلي خواته پراګنده پرتې دي.

د چين دولتي تلويزيون «سي سي تي وي» راپور ورکړی دی چي د دغو بمونو يو شمېر يې د کمونيست ګوند د ايالتي کمېسيون د دفتر د دروازي مخي ته په کرل سوو ګلانو کي ځای پر ځای سوي ول.

د تيري دوشنبې په ورځ د چين د پلازمېني تيانمن په ميدان کي يو موټر بم وچاودېد چي دوه تنه سيلانيان پکښي ووژل سول او ډېر نور خلک ټپيان سول. دغه راز په دغه موټر کي ناست درې کسان د موټر تر اور اخيستلو وروسته ووژل سول.

د چين چارواکو دغه پيښه يو «تروريستي» عمل وګاڼه او ويې ويل چي دا د چين په لوېديځ کي د شين جيانګ څو تنو اوسېدونکو تر سره کړې ده.