1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين لومړی وزير تر هند وروسته پاکستان ته ورسېد

مسعود جهش (AFP)۱۳۹۲ خرداد ۱, چهارشنبه

د چین لومړي وزیر لي کي چیانګ، د پاکستان تر پارلماني ټاکنو دوې اوونۍ وروسته دغه هیواد ته سفر وکړ. لي پاکستان ته په خپل سفر کې د پیکینګ او اسلام آباد د دوو اړخیزو اړیکو پر پراخیدو باندې ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/18c1r
China's newly-elected Premier Li Keqiang waves during the annual news conference following the closing session of the National People's Congress (NPC) at the Great Hall of the People in Beijing March 17, 2013. REUTERS/Kim Kyung-Hoon (CHINA - Tags: POLITICS)
Li Keqiang neuer Ministerpräsident Chinaانځور: Reuters

پاکستان او چین دوه پخواني ستراتیژیک ملګري هیوادونه دي. دغه هیوادونه غواړي چې د لي له وروستي سفر څخه په ګټه اخیستلو سره خپلي تجارتي اړیکي لا پسې پراخي کړي. لي به د پاکستان د ټاکنو له ګټونکي نوازشریف او یو شمیر نورو پاکستاني چارواکو سره وویني.

د نوازشریف مسلم لیګ ګوند، په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې پاکستان ته د اقتصادي ودې وعدې ورکړې وې. پاکستان د خپلي اقتصادي ودې او دغه راز انرژۍ کړکیچ د له منځه وړلو له پاره د چین مرستي ته اړتیا لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله، تیر کال د پاکستان او چین تر منځ د سوداګري کچه په لومړي وار ۱۲ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې وه. دواړه هیوادونه غواړي په راتلونکو دوو کلونو کي د خپل منځي تجارت کچه ۱۵میلیاردو ډالرو ته لوړه کړي.

لي د چین د لومړي وزیر په توګه خپل لومړی سفر هندوستان ته وکړ. هغه تر هندوستان وروسته پاکستان ته ولاړ او په راولپنډۍ کې یې د پاکستان له جمهور رئیس اصف علي زرداري، سره ولیدل.

د پاکستان د دولتي تلویزیون په حواله دغه هيواد ته د لي د سفر موخه د داسې یوې ستراتیژۍ رامنځ ته کول دي چې له مخې یې د پاکستان او چین اړیکې لا پیاوړې شي. لي ویلي دي: «موږ له پاکستان سره ستراتیژیک مشارکت په هر وضعیت او هر ډول نړیوالو شرایطو کې تقویه کوو.»

د امریکا متحده ایالاتو له پاره د پاکستان پخواني سفیر طارق فاطمي، ویلي دي چې د لي دغه سفر د پاکستان راتلونکي حکومت ته د یوې اقتصادي ستراتیژۍ په جوړولو کې ډیر اهمیت لري. هغه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په عادي حالت کې بهرني چارواکي داسي یوه هیواد ته چې پکښې د رهبرۍ د بدلون بهیر روان وي، سفر نه کوي خو چین په دې خبره پوه شوی دی چې آن په دغه شان شرایطو کې هم پاکستان ته سفر کول اهمیت لري. له همدې کبله هغوی له نوازشریف سره خبري اتري پلان کړي دي.»

د نوازشریف مسلم لیگ گوند، اوس له ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان دی. افراطيت، خرابه اقتصادي وضعه، د پیسو تورم، د کلدارو د ارزښت کمېدل، د تجارتي بیلانس نامتوازنتوب او د بریښنا کمښت هغه ستونزي دي چې د نوازشریف نوی حکومت ښايي ورسره مخامخ شي.

په پاکستان کې اوس تر۱۰۰۰۰ ډیر چینایان ژوند کوي. په دې هیواد کې اوس۱۲۰ چینایي شرکتونه هم فعالیت کوي. د دغو شرکتو له ډلې څخه ډیر شمیر یې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې په کار اخته دي. پکینگ په پاکستان کې د بریښنا د تولید دوې اټومي دستگاوې نصب کړي دي او ژمنه یې کړې ده چې په دې هیواد کې به دوې نوري دستگاوې هم نصب کړي.

لي به دغه راز د پاکستان د سنا په یوه ځانگړې غونډه کې هم خبري وکړي. پاکستان او چین غواړي د اقتصاد، انرژۍ او علومو په برخه کې د تفاهم یو یادښت (میمورندوم) لاسلیک کړي.

د چین لومړی وزیر به تر پاکستان وروسته اروپا ته سفر وکړي او هلته به لومړی سویس ته ولاړ شي. چین غواړي له سویس سره د آزادي سوداگرۍ تړون په اړه خبري اتري وکړي. تر سویس وروسته به لي په اروپا کې خپل تر ټولو لوی تجارتي شریک هیواد آلمان ته سفر وکړي.