1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چپيانو ګوندي کنګره ديووالي او وحدت په فضأ کي

۱۳۸۸ تیر ۱, دوشنبه

د جرمني چپيان غواړي په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کي لږ تر لږه 10 فيصده رايی پلاس راوړي ...

https://p.dw.com/p/IWUg
د جرمني د چپيانو د ګوند دوه مشران اوسکار له فونتين او لوتر بيسکي
د جرمني د چپيانو د ګوند دوه مشران اوسکار له فونتين او لوتر بيسکيانځور: AP

دآلمان دکين لاسو کلنۍګوندي کنګره پرون په برلين کي ديوالي او پيستون په شعارونو سره پای ته ورسيدل . اولکه څنګه چي ويل کيده ، ښايي د بنسټ پالو او واقعيت ګرايانو ترمنځ اختلافونه رامنځ ته شي ، نو هغه تر ډيره حده بې اساسه ثابت سول .

د جرمني دکين لاسو دګوند هيله داده چي دوی به دآلمان په عمومي پارلماني انتخاباتو کي چي دهمدې روان ميلادي کال دسپتمبر په مياشت کي کيږي ،په سلو کي دلسو څخه دزياتو رايو په ګټلو سره دهيواد په سياسي برخليک کي ونډه واخلي . که څه هم ډير امکان لري چي دغه ګوند به دمخالفو ګوندونو په کتار کي پاته سي ، ځکه چي نور ګوندونه نه غواړي دسوسيالستانو سره ګډ کار وکړي ، خو دا به ددغه ګوند دپاره ډير داهميت وړ وي چي په عمومي پارلماني انتخاباتو کي لوی بری تر لاسه کړي . ځکه که هر څومره دکيڼ لاسو ګوند زيات بری تر لاسه کړي نوبه دولت په هماغه اندازه ډير ټو لنيزو مسايلو ته پاملرنه وکړي .

لوتر بيسکي چي دجون په مياشت کي په اروپايي پارلمان کي دکين لاسو دګوند له خوا ټاکل شوی ،او دراتلونکي کال تر پايه پوري به داسکا لافاتين سره په ګډه دکين لاسو دګوند مشري پر غاړه ولري ډير خوشاله دی چي په ګوند کي دبنسټ پالو او واقعيت ګرايانو ترمنځ په دغه ګوندي کنګره کي کومه لانجه نده رامنځ ته شوې .

دی وايی ،«په رښتيا سره دا دخوشالي خبره ده ،چي موږ سمدستي داتوان مندي لرو چي عمل وکړو . اودا زموږ دګوندي غونډي ثمره او نتيجه بلل کيږي . »

دڅو کالو څخه را پديخوا دکين لاسو په ګوند کي دا جرو بحث مطرح دی چي دوی به يوه اتتلافي حکومت کي دبرخي اخيستلو دپاره جدي عمل وکړي او که څنګه .

په ايالتي سطحه ، داووکالو څخه راپديخوا دآلمان کين لاسي ګوند په برلين کي دسوسيال ډيمو کراتانو سره په ګډه حکومت کوي او دوی غواړي چي دبراندنبورګ ، تورينګين او زارلند په ايالتونو کي هم دغه هدف ته ورسيږي . خو په ګوند کي دننه په تيره بيا دکمونيستانو ډله ددې کاره سره ډيره موافقه نده . دکين لاسو په ګوندکي دننه دکمونيستانو دډلي له نظره په يوه اتلافي حکومت کي ونډه اخيستل په حقيقت کي هغه تګ لاره ده چي دمخه دزرغون ګوند غوره کړې او نتيجه يي په اقتصادي او ټولنيز سياست کي د 2010 آجندا منل دي چي دکين لاسو دګوند له نظره په دغه آجندا کي دټولني دخوارو وګړو ټولنيز او اقتصادي حقونو ته هسي چي ښايي پاملرنه نده سوي .

Wahlparteitag der Linken in Berlin Peter Sodann
انځور: picture-alliance/ dpa

د جرمني دکين لاسو په ګوندکي دکمونيستي تک لاري پلوۍ ، زارو واګن کنيښت وايي داچي موږ په اوروپايي پارلمان کي کمي رايي ګټلي علت يې داو چي، «زياتره خلګ په اوروپايي ټولنه کي دکانڅرنونو او دپانګه والو آزاديو ته ديو چانس په سترګه نه، بلکي ديوه ګواښ په سترګه ګوري او له همدې امله ډيرو وګړو اصلاً په دغه رای ګيريو کي برخه نده اخيستې . »

دکين لاسو په کلنۍ ګوندي غونډه کي دګوند مشر اوسکار له فانتين وايي چي بايد دهيواد په اقتصادي ، ټولنيز او خارجي سياست کي بنيادي بدلونونه راسي او دلا فانتين په عقيده په نړۍ کښي روان اقتصادي او مالي بحران دنيو ليبراليزم دسياست ناوړي اغيزي بلل کيږي .

چپيان وايي،چي شته من وګړي او متصديان دي ډير ماليات ورکړي ، دکار دځايونو دزياتولو دپاره دي د100 مليارډو يورو په اندازه پانګه په کار واچول سي ، دحد اقل مزد اندازه دي 10 يورو وي ،بانکونه او مالي بازورونه دي ددولت تر کنترول او څارنۍ لاندي وي . دناټو پر ځای دي د روسيې سره يو ځای ګډ دفاعي سيستم منځته راسي او دناټو ځواکونه دي د افغانستان څخه وايستل شي .

فيورسټناو/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري