1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چکوسلواکيا نظامي مداخله او د پراګ پسرلی

۱۳۸۷ مرداد ۳۱, پنجشنبه

په حقيقت کي د پراګ پسرلی په ژمي کي لا شروع سو.. .

https://p.dw.com/p/F2HR
په پراګ کښي د نظامي مداخلې يوه صحنه
په پراګ کښي د نظامي مداخلې يوه صحنهانځور: AP

د1968 کال د جنورۍ پر 5 الکاسندر دوبچيک د چکوسلواکيا د کمونسټي ګوند مشر سو ، هغه ګوند چه چکوسلواکيا يې رهبري کوله . دده دمخه د ګوند عمومي منشي انتون نووتني ، کله چه محصلينو او روشنفکرانو د 1967 کال په دوبي کي، دده د سياست پر ضد اعتراضونه شروع کړه ، نور پر حالاتو حاکم نه ؤ.

دوبچيک يو اصلاح طلبه ؤ ، که څه هم ده نه غوښتل ، چه سوسياليزم له منځه يوسي ، خو غوښتل يې په هغه کي آزادۍ رامنځته کي . مثلأ د مطبوعاتو ،مظاهرو او سفر کولو آزادي، او اقتصادی اصلاحات . دغه پلانونه په يوه پروګرام کي سره راټول ، او په نظر کي وه چه د 1968 کال پر 5 باندي تصويب سي . خو متحدو کمونسټي هيوادو چه د وارسا د پکټ په نامه ياديدل ، هغه ته د بې اعتمادۍ په سترګه وکتل ، او فشار يې وارد کۍ .د جون د مياشتي په نيمايی کي په چکوسلواکيا کي د وارسا د پکټ دهيوادو لخوا يو نظامي تطبيقاتي مانور اجرأ سو . دغه مانور اصلأ بايد د کال په آخره کي تر سره سوی وای ، خو شوروي اتحاد وکولای سول ، چه هغه وختي تر سره کي . د پراګ حکومت د هغه سره موافقه وښوله ، او علاوه پر دې يې اعلام وکۍ ، چه پر اصلاحاتو سربيره بيا هم د وارسا د پکټ غړﺉ پاتيږي . خو د اصلاحاتو پروسې خپل ځان ته پخپله تحرک ورکۍ . مشهورو روشنفکرانو ، پوهانو او سپورټ مينانو د جون پر 27 د 2000 کلمو يوه اعلاميه نشر کړه . په هغه کي دوی پر کمونسټي سيسټم باندي انتقاد وکۍ، د چکوسلواکيا کمونسټي رهبري ته يې بد وويل، او هغوی يې په اختلاس او اداري فساد تورن کړل . د جولای په نيمايي کي د پراګ حکومت ته اخطار ورکول سو ، چه دا به د قبول وړ ونه ګرځي ، چي چکوسلواکياد سوسياليسټي اتحاد څخه ووزي . د پراګ حکومت دغه تورونه رد کړه ،خو ريفورمونو ته يې هم خاتمه ورنکړه .

شوروي اتحاد دچکوسلواکيا سره په سرحد کي پوځي مانورونه شروع کړه . د اګست تر 20 پوري د پراګ حکومت کوښښ وکۍ ، چه د ټولو لارو څخه کار واخلي ، خو هر څه بې ګټي وه . په همدغه ورځ د شوروي اتحاد، پولينډ ، شرقي آلمان، هنګري او بلغاريې ګډ پوځونه د چکوسلواکيا سوسياليسټی جمهوريت ته ورننوتل :

د اصلاح غوښتونکو کمونسټانو دپاره دغه نظامي مداخله ډيره حيرانوکې وه .

د بلي خوا بې وسلو خلګو خپل د کورونو مخونه بند کړي وه، اود دوبچيک نارې يې وهلې .

مظاهره کونکو اعتراضونه کول ، دوی د شوروي پر ټانکونو ورختل، او د چکوسلواکيا بيرغونه يې پر اچول .خو داسي معلوميده،چه دوبچيک او د ګوند رهبري د نښتو څخه په هر قيمت جلوګيري غوښته .

الکساندر دوبچيک او دده سره ملګري اصلاح غوښتونکي بنديان سول ، او داګست په أخره کي يې په مسکو کي يو پروتوکول امضأ کۍ، چه د هغه پر اساس دوی مکلف سول چه د ريفورمونو څخه تير سي ، سانسور بيرته رامنځته سي ، او د شوروي اتحاد د پوځونو ځای پر ځای کيدل ومني ، د پراګ پسرلی هم پای ته ورسېدی .