1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د جمهور رئیس مرستيال د امریکا د دفاع له وزیر سره وکتل

۱۳۹۱ شهریور ۲۹, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16BUD

د چین د جمهور رئیس مرستيال خي جین پین په پیکنګ کي د امریکا د متحده ایالاتو له دفاع وزیر لیون پانیتا سره وکتل. خي جین پین چي په راتلونکې کي به ددغه هیواد ولسمشر سي، د دوو اوونیو راهیسي ناروغه وو او دده غیابت په نړیواله سویه مختلفي آوازې راپورته کړي وې. د دوی تر منځ دغه لیدنه کتنه د چین په ختیځ کي د جزیرو پر سر د دغه هیواد او جاپان ترمنځ د شخړي د رامنځته کېدو تر سیوري لاندی وه. له هغه وروسته چي په چین کي له څو ورځو راهیسي د جاپان پر ضد سختي مظاهرې وسوې، د چارشنبه په ورځ بیا حالت یو څه رام وو.