1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د ختیځ سمندر پر سر لانجې مخ پر زیاتیدو دي

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

له هغه وروسته چې د پنځمې پرله پسې ورځې له پاره د چین د ختیځ سمندر په ټاپوګانو کې ددغه هیواد دولتي بېړۍ ولیدلي شوې، توکیو د بیجینګ سفیر احضار کړ. د دې لانجمنو ټاپوګانو پر سر ناندریو دوې اړخیزي اړیکي ترینګلي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1JeWz
انځور: picture-alliance/dpa/Maxppp

د سه شنبې په ورځ جاپان چین ته خبرداری ورکړ چې د دواړو هیوادونو اړیکي «په ځانکړې توګه» د چین د ختیځ سمندر د ټاپوګانو پر سر د خرابیدو په حال کې دي. په داسې حال کې چې توکیو ته د چین استازي د بیجینګ د دې ټاپوګانو د مالکیت دریځ څرګندوي خو د کړکېچ د لمنځه وړلو له پاره پر خبرو ټینګار کوي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې د خپرې شوي اعلامې له مخي د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر فومیو کیشیدي د چین سفیر ته وویل: «د جاپان او چین ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره د ترینګلتیا په حال کې دي او موږ د چین کړني چې ستونزي رامنځته کوي نه شو زغملای.»

د چین سفیر شینګ یانګهاو خبریالانو ته تر غونډي وروسته وویل چې لانجمن ټاپوګان د چین د خاوري برخه ده او دغي لانجې باید په سوله ایز ډول د پای ومومي، او زیاته یې کړه چې دا خبري مې د بهرنیو چارو له وزیر سره هم شریکي کړې.

د دې لانجې له امله په وروستیو ورځو کې د جاپان له لوري دا دوهم ځل دی چې شینګ احضاریږي.

لانجمنو ټاپوګانو ته څیرمه د چین د سمندري ځواکونو او دولتي بېړیو تر تګ راتګ وروسته له اقتصادي پلوه د اسیا د دوو غښتلو هیوادونو ترمنځ اړیکې د خرابیدو په حال کې دي.

Karte Senkaku-Inseln Englisch
انځور: DW

د وړوکي ستراتیژیکي ټاپو پر سر ستره لانجه

د اسیا دغو دوو قدرتونو له یو بل سره د پيشو او مږک لوبه پیل کړې ده. د جاپان سمندري ځواکونو خبر ورکړی دی چې دوی دې ټاپوګانو ته څیرمه د چین ۱۵ سمندري بیړۍ لیدلي چې تر اوسه دا تر ټولو ډیر شمیر لیدل شوي بېړۍ دي.

د راپورونو له مخې د یکشنبې په ورځ په بې سارې توګه ۲۳۰ د کب نیوونکو او اوه د سمندري ځواکونو بېړۍ چې څلور پکښې په وسلو سمبالي وې، دې ټاپوگانو ته څیرمه لیدل شوي دي.

د جاپان د کیودو خبري اژانس د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې جاپان له چین سره د دې تيري پر سر په «لوړه کچه» خبري غواړي، ځکه د توکیو له خبرداري سره هم دې کار ته د پای ټکی نه دی ایښودل شوی.