1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د کمیونست ګوند کنګره پای ته ورسیده

۱۳۹۱ آبان ۲۴, چهارشنبه

د چین دولتي خبرې رسنې شین هوا، ویلي دي چې د چین د ولسمشر مرستیال شي جن پنګ، او د لومړي وزیر مرستیال لي کي کوآنک، د دې هیواد د کمیونست ګوند د مرکزي کمیټې د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

https://p.dw.com/p/16iwL
Delegates attend the closing session of 18th National Congress of the Communist Party of China at the Great Hall of the People in Beijing, November 14, 2012. REUTERS/Jason Lee (CHINA - Tags: POLITICS)
China Abschluss Parteitag KPانځور: Reuters

د چهار شنبې په ورځ د چین د کمیونست ګوند استازو د دغه ګوند د مرکزي کمیټې غړي وټاکل. له ډیر وخت راهیسې تمه کیده چې شي جن پنګ د چین د کمونست ګوند مشري له هوجنتاو څخه تسلیم شي او بیا وروسته د چین د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

د چین د کمیونست ګوند مشري په هرو لسو کلونو کې یو وار تغیر کوي. د چین جمهور رییس چې د دې هیواد د کمیونست ګوند مشر هم دی هوجیانتاو، او د چین لومړی وزیر وین جیا باو، باید اوس د قوانینو له مخې تقاعد وکړي.

د چین ګوندي کنګره به د پنجشنبې په ورځ خپل سیاسي دفتر وټاکي چې په کې به په لسهاو تنه غړیتوب ولري. د هغوی له ډلې څخه به د دایمې کمیټې غړي وټاکل شي چې یوه ډیره پیاوړې حلقه ده او د غړو شمیر به یې اوو تنو ته ورسیږي.

د دغو دوو کمیټو غړي ښايي د چین اقتصادي او سیاسي برخه لیک وټاکي. د چین ګوندي کنګره د پنګینګ به خلق تالار کې جوړه شوې وه. د دې کنګرې پر مهال ډیر سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول.

مسعود جهش (دویچه ویله)
کتونکی: نجیب الله زیارمل