1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین سیاستوال څرنګه شتمن کیږي؟

۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبه

په چین کې د دغه هیواد کمیونست ګوند د پنجشنبې ورځې راهیسې غونډه کوي چې خپل نوی ‏مشر وټاکي. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هیواد کې د فساد او نابرابرۍ په اړه اندېښنې ‏د زیاتیدو په حال کې دي.‏

https://p.dw.com/p/16ffk
انځور: dapd

په چین کې د سیاسي قشر د اقتصادي فعالیتونو په اړه ډیر کم معلومات بربنډیږي. خو دا ‏ښکاره خبره ده چې د دغه هیواد حکومتي او حزبي استازي او د هغوی خپلوان ډیر ژر بډایان ‏کیږي.‏

د نیویارک تایمز ورځپاڼې په حواله د چین د صدراعظم وین جیا باو، کورنۍ د ۲.۱ میلیارده ‏یورو په ارزښت سرمایه لري. څو میاشتې مخکې د بلومبرګ په نوم یوې رسنې د چین د ‏‎اوسني جمهور رییس هوجیان تاو د راتلونکي ځای ناستي خي جین پینګ، د کورنۍ د شتمنۍ ‏په اړه معلومات خپاره کړي ول. ویل کیږي چې په چین کې سیاسي واکمنانو د دې هیواد ‏بیلابیلې اقتصادي برخې قبضه کړي دي. دوی په خاص ډول د دولتي شرکتونو له لارې ‏ډیرې پېیسې تر لاسه کوي.‏

د چین عام خلک په دې راز خبر دي. د مثال په ډول په پیکنګ کې د ژاژونګ په ناحیه کې ‏یو ټکسي چلوونکی د سکرو له یوې فابریکی څخه د تیریدو په حال کې په عادي ډول وایي ‏چې دغه ځای د لي پینګ کورنۍ پورې اړه لري. دغه وګړی تر ۱۹۹۸ کال پورې د چین ‏صدر اعظم وو.‏

که څه هم د چین اقتصاد له درو لسیزو راهیسې د غوړیدو په حال کې دی خو داسې ښکاري ‏چې د سیاسي زور واکانو او د هغوی د کورنیو د غړو په اندازه بل هیڅ چا هم له دې شتمنۍ ‏څخه ګټه نه وي پورته کړې. دغو پیسو ته د رسیدو له پاره هغه وخت لاره هواره سوه چې په ‏‏۹۰یمو کلونو کې په چین کې زیاتره شرکتونه او کمپنۍ خصوصي سوې.‏

د بن په پوهنتون کې د سیاسي علومو له پوهنځي څخه ګوخو یو وایي: «هغه کسان چې لس یا ‏پنځلس کاله مخکې د قدرت پر سر ول، هغوی دغه شرکتونه او کارخانې په ډیره ارزانه بیه ‏پر خپلو خپلوانو باندې وپلورلې او په دې ډول د دغو شرکتانو خاوندان شول. سیاسي ‏لوړپوړو چارواکو دغه پیسې په بازارونو کې د اسهامو د خرڅلاو په پایله کې نه دي ګټلي. ‏دوی په ډیر شمیر دغه شان شرکتونو کې ‎ونډې لري.»‏

خو دغه سیاستوال نه یوازې په دې شرکتونو کې د ونډو اخیستلو په پایله کې بډایان سوي دي ‏بلکې په خصوصي سکتور کې د دوی خپلوان هم د لویو څوکیو خاوندان دي. د نیویارک ‏تایمز ورځپاڼه د وین جیا باو د زوی په هکله لیکي چې هغه پر نورو فعالیتونو سربیره د ‏سپورتي جامو د تولید په یوه شرکت کی هم پانګه اچولې ده.‏

د چین کارپوه ګو خو یو وایي چې د چین د سیاستوالو خپلوانو د ډیری اقتصادي بنسټونو به ‏رهبري کې دي: «د ټولو ۱۳۴ دولتي شرکتونو ریاستونه، د مرکزي دولت تر مستقیم نظارت ‏لاندې او د شخصي اړیکو پر بنسټ دغو کسانو ته رسیدلی دی.»‏

د چین دولتي شرکتونه د نړۍ په کچه ډیر لوی شرکتونه دي او د هغوی مشران د دغو ‏شرکتونو د پیسو د راکړې ورکړې په اړه پریکړه کوي. په هغو کې هیڅ ډول شفافیت موجود ‏نه دی. دوی د چین مختلفې اقتصادي برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي. د ویکی لیکس ‏له خوا په بربنډ شوو اسنادو کې راغلي دي چې د لي پینګ کورنۍ د برېښنا سکتور او د ژو ‏یونګ کانګ کورنۍ بیا د دغه هیواد د نفتو سکتور تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی. ‏

کارپوهان په دې نظر دي چې په چین کې باید سیاسي اصلاحات رامنځ ته شي او د چین ‏شتمنۍ باید له سره وویشل شي. خو هغه کسان چې پر قدرت دي، هغوی د دغه ډول ‏اصلاحاتو رامنځ ته کولو ته غاړه نه ږدي.‏

مارکوس ریمیلي/ ګل غوټۍ پوپل
کتونکی: مسعود جهش‏