1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین لومړی وزیر آلمان ته سفر کوي

ماتیاس فان هان/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۴, شنبه

په پام کې ده چې د چین لومړی وزیر لي کیچیانګ به د اوونۍ په پای کې برلین ته سفر وکړي. د مارچ میاشتې په نیمایي کې د دندې د اشغالولو وروسته اوس هغه د اروپایي ټولنې د هیوادونو په کتار کې لومړی آلمان ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/18doM
انځور: Reuters

آلمان ته د لي کیچیانګ د سفر په ترڅ کې لومړنی ټکی د مې د میاشتې پر ۲۶مه نیټه په پوتسدام کې د «سانسوسي» د قصر څخه لیدنه ده.

نن ورځ چین دویم نړیوال اقتصادي قدرت دی. دغه هیواد اوس په داسې حالت کې دی چې د نړۍ د لوي اقتصادي قدرت متحده ایالاتو ځای ونیسي. چین د دری زره میلیاردو یورو په لرلو سره په نړۍ کې د اسعارو ستره زیرمه لري. لي کچیانګ آلمان ته د خپل سفر په درشل کې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مې ۲۳مه) د «دي څایت» په نوم آلمانۍ ورځپاڼه کې د چین او آلمان د اړیکو په اړه یوه مقاله نشر ته وسپارله. تر هر څه زیات په دغه مقاله کې د دواړو هیوادونو تر منځ د ډیرو ښو اقتصادي اړیکو پر سر ټینګار شوی دی. دا په دې معنا چې د دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخیز تجارت په ټوله کې د چین سره د اروپایي ټولنې د تجارت ۳۰ سلنه جوړوي.

په ۲۰۱۲م کال کې په چین کې د آلمان پانګونه ۲۸ سلنه یعنې یو میلیارد یورو ډیره شوې ده. باالمقابل چین په آلمان کې د بهرنیو پانګونو په کتار کې دریم ځای لري. بله دا چې چین د آلماني موټرو «بې اېم ډبیلو» د خرڅلاو ستر بازار دی.

شخړه ییز تجارتي موضوعات او حمایوي سیاست

د تریر څخه د چین د چارو کارپوه زباستیان هایلمن، پر دې خبره ټینګار کوي چې آلمان ته د لي کیچیانګ د سفر په ترڅ کې تر هر څه زیات اهمیت اقتصادي مسایل دي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په اصل کې د دغه سفر موخه دا ده چې اقتصادي مناسبات پرانیستي وساتل شي او په اروپا کې د حمایوي سیاست پر وړاندې د غبرګونونو مخه ونیول شي.»

د چین د لومړي وزیر د سفر څخه لږ تر مخه، د اروپایي ټولنې او چین تر منځ په تجارتي شخړو کې ډیروالی راغلی وو او دا به په برلین کې د خبرو اترو یوه مرکزي موضوع وي. په عین حال کې په څو جبهو کې اختلافات وجود لري. د بیلګې په توګه اروپایي ټولنې په مصنوعي توګه د قیمتونو د راټیټولو (ډومپېنګ) د تورونو له امله د سولر په برخه کې د چین د وارداتو په وړاندې د ګمرکي مجازاتو اعلان وکړ. پر دې سربیره د هوایي تګ راتګ په برخه کې هم شخړې موجودي دي.

اروپایي ټولنه د چین پر وړاندې ګډ سیاست نه لري

د چین د چارو کارپوه هایلمن په دې آند دی چې آلماني اړخ به هڅه وکړي چې ستونزې له منځه یوسي. د هغه په وینا آلمان له دې کار سره لیوالتیا نه لري چې یوه تجارتي جګړه رامنځ ته کړي چې د هغې له امله چین ته د آلمان صادرات هم تر خپل اغیز لاندې راوستلای شي. خو هایلمن وایي چې دغه کار به د آلمان د اقتصادي خارجي سیاست او د اروپایي ټولنې د کمیسیون تر منځ ترینګلتیا رامنځ ته کړي. داسې په نظر رسیږي چې اروپایان پر دې نه دي توانیدلې چې د چین پر وړاندې یو ګډ سیاست غوره کړي او هغه تعقیب هم کړي.

په برلین کې د چین د چارو کارپوه اېبرهارد زند شنایدر، له دویچه ویله سره په خبرو کې ادعا وکړه چې «اروپا د چین پر وړاندې ۲۸ بیلا بیل سیاستونه لري. د اروپایي ټولنې هر غړی هیواد، د چین پر وړاندې خپل سیاست لري. پر دې سربیره په ځانګړې توګه بیا په ټوله کې اروپایي ټولنې د چین پر وړاندې بل سیاست لري. خو دې کار چین ته دا امکان ورکړی دی، هر کله چې د چین د ملي ګټو خبره وي، اروپایان د یو بل پر وړاندې ولوبوي.»

د دواړو حکومتونو د مشرانو ښې اړیکي

په پیکنګ کې د خارجي ژبو له پوهنتون څخه لیو لیکون، د لي کیچیانګ او انګلا میرکل تر منځ اړیکو کې ډیر ښه امکانات ویني. هغه وایي: «پخوانی صدراعظم وین جیاباو په ۱۹۴۲م کال کې زیږیدلی دی. میرکل په ۱۹۵۴ کال کې او لي کیچیانګ په ۱۹۵۵م کال کې زیږیدلی دی. د لي کیچیانګ سره د دې د عمر تفاوت ډیر کم دی. له دې امله به دواړه ډیر ژر یو ګډ دریځ ومومي، ځکه چې له یوه نسل سره تړاو لري.»

په برلین کې د چین د لومړي وزیر د پروګرام په وروستې برخه کې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مې ۲۷مه) د آلمان د پخواني ۹۴ کلن صدراعظم هلموت شمت، سره لیدل هم شامل دي.