1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین جمهور رئیس لومړی مسکو ته سفر کوي

مسعود جهش (فون هاین)۱۳۹۲ فروردین ۲, جمعه

د چین نوی جمهور رئیس شي جین پنگ، به خپل لومړی بهرنی سفر مسکو ته وکړي. لس کاله مخې تر شي مخکیني چینایي ولسمشر هم همدا کار کړی وو.

https://p.dw.com/p/182id
Chinese President Xi Jinping inspects the honour guard during a welcoming ceremony upon his arrival at Moscow's Vnukovo airport March 22, 2013. REUTERS/Maxim Shemetov (RUSSIA - Tags: POLITICS)
China Xi Jinping in Moskau 22.03.2013انځور: Reuters

کله چې په یوه هیواد کې نوی ولسمشر په کار پیل کوي، نو ټوله نړۍ د هغه لومړي اقدامات څارې ترڅو له دې لارې د هغه په راتلوکو پالیسیو باندې یو څه خبر شي. د چین د نوي ولسمشر شي جین پینگ، په هکله هم دغه خبره صدق کوي. هغه د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې په ۱۹مه نیټه) د لومړني بهرني میلمه په توگه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه وکړه. چین د امریکا د دولت ډیر قیمت لرونکې پاڼې رانیولې دي او له دې سره یې د امریکا له اقتصاد سره مرسته کړې ده.

نمونه، دښمن، شریک

د چین ولسمشر او د دې هیواد د کمونست گوند مشر پریکړه کړې ده چې خپل لومړی رسمي سفر مسکو ته وکړي. په وروستۍ پیړۍ کې د دغو دوو هیوادونو د اړیکو تاریخ چندان باثباته نه دی پاتې شوی. د چینایانو له نظره روسیه او په اصطیلاح شوري په لومړي سر کې په یوې نمونه، بیا په یوه دښمن او اوس په یوه شریک باندې بدل شوی دی. تر ۱۹۵۰ کلونو پورې روسیې چین ته په زرهاو کارپوهان استول چې له دې هیواد سره مرستې وکړي.

تر دې وروسته د دغو دواړو هیوادونو تر منځ ایدیالوژیک اختلافونو ډیر واټن رامنځ ته کړی وو. دغه واټن په ۱۹۶۰ کال کې تر بل هر وخت ډیر شو. خو له بلې خوا دغه دواړه هیوادونه له یو بل سره هدفمنده شراکت لري او پرته له احساساتو او پرته له دې چې ایدیالوژیک توپیرونه په پام کې ونیسې دغه شراکت پالي.

د آلمان د توبینگن له ښار څخه د چین د چارو کارپوه گونتر شوربرت، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې د چین او روسیې دغه ملگرتیا په خاصه توگه د لویدیځ پر وړاندی یو ډول دریځ نیول دي. هغه له همدې کبله مسکو ته د شي جین پینگ سفر د یوه پیغام په توگه وباله. هغه وویل: «چین غواړي په دې ترتیب سره ووایي چې کولای شي له لویدیځ پرته یوه بل لوري ته مخه کړي.»

لویدیځ ته پیغام

د روسیې جمهور رئیس ولادیمير پوتین، شاوخوا یو کال مخکې دغه خبره په یوه بل ډول کړې وه. هغه د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کې چین ته تر خپل سفر مخکې د خلق په نوم چینایي ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې ویلي وو: «تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د نړۍ هوښیار سیاستوال، د اقتصاد او نړیوالو اړیکو د برخو کارپوهان په دې خبره پوه شي چې اوس نړیوالې پریکړې د چین او روسیې له ښکیلتیا پرته نه شي کیدای. پرته له دې چې د هغوی [چین او روسیې] گټي په پام کې ونیولې شي دغه ډول اقدامات شوني نه دي.»

دا ډول موقف د امنیت په شورا کې هم تر سترگو کیږي. په دې شورا کې ډیر وخت چین د رای ورکولو پر مهال د روسیې ملاتړ کوي. چین دغه کار آن په داسې مواردو کې کوي چې د بحث موضوع د چین له ملي گټو سره چندان تړاو هم و نه لري. په دې اړه سړی کیدای شي چې د ایران او سوریې په اړه د دې هیواد موقف ته اشاره وکړي. د دې په مقابل کې چین له روسیې څخه تمه لري چې له ختیځ اسیا سره تړلو مسایلو کې د دې هیواد ملاتړ وکړي.

د آلمان د بن ښار له پوهنتون څخه گو خیو، وايي چې له همدې کبله مسکو ته د شي جین پینگ سفر ډیر اهمیت لري. پر دغو مسایلو سربیره به د شي د سفر په اجندا کې د چین او روسیې تر منځ د سوداگري او پوځي همکاریو لا پراخول هم شامل وي.

انرژی د صنعتي محصولاتو پر وړاندې

په تیرو دوو کلونو کې د چین او روسیې تر منځ د تجارت کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې ده. په ۲۰۱۱ کال کې دغو دواړو هیوادونو د ۸۳.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت له یو بل سره تجارتي معاملې کړې وي. په ۲۰۱۰ کال کې چین د روسیې د تر ټولو لوی تجارتي ملگري په توگه د آلمان ځای ونیو.

خو روسیه له چین سره د خپلو تجارتي مناسباتو څخه راضي نه ده. چین ته د روسیې تقریباً ټول صادرات خام مواد دي. په دغو توکو کې انرژي، لرگي او خام معدني مواد شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې روسیې ته له چین څخه ډیر مدرن صنعتي توکي صادریږي.

د سیاسي چارو کارپوه گو، په دې اړه وایي: «چين اتومي انرژي ته د انرژي په برخه کې د خپلو اړتياو د پوره کولو له پاره د یوه ستون حيثيت ورکړی دی. خو دغه هیواد د لويو بټيو د جوړولو له پاره اوس هم بهرنیو همکاريو ته اړتيا لري، چي په دې ډگر کې ورسره روسیه مرسته کولای شي.»

د چين او روسيې تر منځ په پوځي برخه کې د گډ کار په موخه، د دواړو هيوادونو لوړپوړي پوځيانو په دوامدار ډول له یو بل سره ليدنې کوي. د دواړو هيوادونو پوځونه گډ پوځي تمرينات کوي. په دې ترڅ کې دواړو هیوادونو د ۲۰۱۲ کال په اپريل میاشت کې د لومړي ځل له پاره گډ سمندري تمرينات هم تر سره کړل. د شانگهای د گډ کار د ټولنې (SCO) په چوکاټ کې هم د دواړو هيوادونو تر منځ گډ پوځي تمرينات کيږي.

په ليرې ختيځ کي دموگرافيک ستونزه

روسيه د دې ستونزې له کبله کړيږي چې له ليرې ختيځو سيمو لکه سايبېريا څخه يې خلک اروپا ته کډوال کيږي، په تیره بيا هغه کسان چي ښې زده کړي ولري. د روسيې په هغو پنځو سیمو کې چي له چين سره سرحد لري صرف پنځه میليونه انسانان اوسيږي. حال دا چي د چين له اړخه په دغو سیمو کې له ۱۰۰ میليونو څخه زيات انسانان ژوند کوي چي د سايبېريا پر اوسېدونکو يې اقتصادي اغېزې ورځ تر بلي مخ په زياتېدو دي. له همدې کبله ولسمشر ولاديمير پوتين، هوډ کړی دی چې د روسيې په ختيځ کي پرتو سيمو ته به ځانگړې پاملرنه وکړي.