1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین په سنکیانګ کې زندانیانو ته ورته د ایغور مسلمانانو ژوند

۱۳۹۶ تیر ۲۳, جمعه

د چین په غربي ښار کاشغر کې ځايي مسلمانان مسجد ته د تګ له پاره باید له برقي دروازو تیر شي. د دې جوماتونو په دروازو کې ولاړ پولیس دغه ایغوري مسلمانان تر خپل څار لاندې لري.

https://p.dw.com/p/2gWS8
China Uiguren
انځور: picture-alliance/dpa/H. W. Young

مسجد ته د تګ او د لمونځ کولو له پاره دغو ایغوري مسلمانانو ته د امنیتي تدابیرو له پاره له جوړو شوو دروازو څخه تیریدل اوس ډیر عادي ښکاري. خو د دې معنی دا نه ده چې د چین په غربي او له ستونزو سره مخامخ ښار سنکیانګ کې چې زیاتره استوګن یې مسلمانان دي، د دې هیواد چارواکو سخت تدابیر عملي کړي.

په دې هکله، د فرانسې خبري آژانس د روانې جولای میاشتې پر ۱۳ نیټه د پنجشنبې په ورځ د چین له کاشغر څخه په خپله یوه اوږده مقاله کې لیکلي دي چې په چین کې د سنکیانګ ولایت داسې یوه سیمه ده چې له ګاونډي هیواد پاکستان سره ګډه پوله لري. په دې سیمه کې پر دې سربیره چې د ږیرې پر پریښودلو څه نا څه بندیز وضع شوی، خو په عامه ځایونو کې عبادت کولو ته اجازه نه ورکول کيږي.

له کلونو راهیسې په دې سیمه کې د روژې او اختر په ورځ هغه مهال چې دغه مسجد ډکیدی، نو لمونځ کوونکو به د کاشغر په ښار کې تر دې جامع جومات دباندي د چوک او سړک پر سر خپل جای نمازونه هوارول او لمونځ کوونکي به پر سړکونو باندې د عبادت په حال کې لیدل کیدل. خو اوس دلته داسې څه نه ترسره کیږي. د روان کال په اوږدو کې د اختر د لمانځه پرمهال په دې مسجد کې د لمونځ کوونکو شمیر د تیرو کلونو په پرتله ډیر لږ وو.

د چین چارواکو که څه هم په رسمي توګه دا نه دي ویلي چې په دې مسجد کې څومره مسلمانان سره راټولیږي، خو ځايي سوداګرو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د چین حکومت د کاشغر ښار په شاوخوا کې ځینې امنیتي پوستې جوړي کړي او دې ښار ته د مسلمانانو د تګ مخه نیسي.

یوه سوداګر په دې هکله وویل: «اوس دا سیمه د مذهبي چارو له پاره ښه نه ده.» بل لوري ته بیا په بیجینګ کې مرکزي حکومت وايي چې په سنکیانګ ایالت کې امنیتي پوستې او امنیتي تدابیر د دې له پاره نیول شوي چې د آزادي غوښتونکو خوځښتونو او سخت دریځو د نفوذ مخنیوی وکړي. خو په عین وخت کې د چارو ځینې شنونکي ادعا کوي چې د چین «زیاتره مسلمان میشته» سنکیانګ ښار اوس په «یوه پرانیستي زندان» بدل شوی دی.

afp/K.H