1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډاکټر بلال قضيې امريکايي ضد احساسات راپارولي دي

۱۳۸۷ بهمن ۱۴, دوشنبه

د ډسامبر د مياشتي په نيمايي کي امريکايي سرتيرو د يوه افغان ډاکټر د کورنۍ درې غړي ووژل ...

https://p.dw.com/p/GldS
په افغانستان کښي يوامريکايي قطار
په افغانستان کښي يوامريکايي قطارانځور: AP

دنيمي شپې دغه پېښه د خوست په ولايت کي هغه وخت رامنځته سوه ،کله چي امريکايانو د القاعدې سره د تړاو په شک کي ددغه کور پر غړو ډزې وکړې.

ددغه پېښې په ترڅ کي ځايي خلک ډېر په غم اوقهر سوه . خو د خلګو قهرهغه وخت لا پسي ډير سو کله چي ښاغلي کرزي ددغه کورنۍ تر ليدلو وروسته خپله خواشيني څرګنده کړه. ځايي خلکو کرزی په دې تورن کړی دی ،چي دانتخاباتودرانژدې کېدلو له وجې يې ددغي موضوع څخه دسياسي ګټي پورته کولو هڅه وکړه.

د کوم ډاکټر په کور کي چي دغه پېښه وسوه هغه وايي چي بېله کومه خبرداری ورکولو امريکايي پوځيان دشپې په نيمايي کي ددوی کور ته ورننوتل . دخوست د اوسېدونکي دغه ډاکټر بلال حسن په وينا امريکايانو دده يوڅوارلس کلن وراره وواژه، چي فقط يوه توپک ته نژدې بيده ؤ.

دغه پېښه د شپې پر يولس بجې رامنځ ته سوه . ډاکټر بلال حسن څوک چي د دصحت د ولايتي ادارې سره هم کار کوي وايي چي د ډزو د ږغ په اورېدو سره دده ورور د توپک سره دباندي ورووتۍ،چي امريکايانو پر هغه باندي ډزې وکړې ، اوپر ورېنداري يې هم فيرونه وکړل، چي په خپل سړي پسي دباندي راوتلې وه.

دده په وينا وروسته امريکايانو دده پر کورنۍ سپي را ايله کړه، چي دټپي سوي مېرمني دلاسو ګوتي يې پرې کړې . سپيانو ددغي مېرمنې پنځه کلن کوچنی هم وداړۍ .

حسن وايي چي په کور کي واويلا ګډه وه او د کورنۍ ټوله غړي په چيغووه. دی وايي چي نارينه و امريکايي سرتيرو ددوی ښځي پخپله تلاښي کړې، کوم کارچي د افغاني کلتور او دود له مخې د ښځوپه سپکاوي کي راځي. دی وايي چي امريکايي سرتيرو ددوی د کور څخه د مځکو د ملکيت اسناد، پيسې او ټوله وسلې يوړې. دی زياتوي چي دغه وسله دوی دځان د دفاع دپاره په کور کي ساتلې وه. دغه ډاکټر پوښتنه کوي چي امريکايي پوځيانو د کوم دليل له مخي ددوی سره دغه ظلم وکړی؟

ددغې پېښي څخه څو ورځي وروسته د امريکايي فوځ لخوا په يوه خبرپاڼه کي ددغې پېښي په اړه وويل سول چي د القاعده د ځپلو په ترڅ کي دغه عمليات تر سره سوي وه، چه په هغه کښي درې ترهګران ووژل سول ،چا چي پر امريکايي سرتيرو د ډزو کولو هڅه کړېوه.

پدغه خبرپاڼه کي امريکايي پوځ زياته کړې چي دوی د څلورو نورو تورنو کسانو په تړاو هغه څوک هم نيولی، د چا د نيولو په هدف چي دوی دغه کور ته ورننوتلي وه . ددغه ځوان نوم احمدنور دی . په خبر پاڼه کي پر دغه کس تور لګول سوی چي هغه د القايدې د مشرانو سره اړيکي لري.

خو د خوست ددغې سيمي خلک د امريکايي پوځ دغه تورونه غلط بولي او وايي چي د ډاکټر بلال حسن خبري رشتيا دي . دغه قضيه اوس د بلال د واقعې په نوم ډېره مشهوره سوې ده.

دپېښي څخه يوه نيمه مياشته وروسته امريکايي پوځ څلور تورن کسان بېرته ايله کړه ،او ډاکټر بلال حسن ته يې دوه لکه او پنځه ويشت زره افغانۍ ورکړې . ډاکټر بلال حسن وايي چي هغه اسناد او قوالې چي امريکايانو ددوی د کوره وړې وې هغه يې لا تراوسه نه دي بېرته راوړي . دی زياتوي چي دده وراره احمد نور څوک چي په دوبۍ کي د يوه موټر وان په حيث کار کاوه، هغه لا امريکايانو نه دی ايله کړی . دغه پنځه ويشت کلن ځوان د څو ورځو په رخصتۍ کور ته راغلی ؤ. کله چي په دوبۍ کي داحمد نور د کار د آمر سره خبرې وسوې ،نو معلومه سوه چي دغه ځوان په رشتيا هم په دوبۍ کي د اوبو د بوتلانو په يوه شرکت کي کار کوي.

په سيمه کي يو خارجي چارواک چي نه غواړي نوم يې معلوم سي، ويلي دي چي ځايي پوليسو خارجي قواوو ته د بلال په هکله معلومات وکړي وه،او ويلي يې وه ، چي ډاکټر بلال د وسله والو سره اړيکي لري.

ډاکټر بلال اوس دا غوښتنه لري چي امريکايان بايد لږ تر لږه خپله اشتباه ومني او بايد دده بې ګناه وراره بېرته ايله کړي.

دډسامبر په نيمايي کي کرزي ددغه کورنۍ څخه ليدنه وکړه او يو وار بيا يې د خارجي سرتيرو لخوا د نيمي شپې عمليات وغندل.

خو په سيمه کي مؤظف يو خارجي کارپوه وايي چي کرزي ددغه کورنۍ څخه ځکه کتنه وکړه، چي د جمهوري رياست انتخابات رانژدې دي.

د کرزي لخوا ددغه کورنۍ ليدنه امريکايي پوځ په قهر کړی دی . د امريکا د فوځ وياند پاټرک سايپر ويلي دي،چي کرزی دهغو کورنيو پوښتنې ته نه ورځي چي د طالبانو لخواورته تاوان رسول سوی وي . د امريکايي پوځ وياند سايپر پدغه پېښه کي د انسانانو پر وژل کېدو خوابدي وښووله ،خو عمليات يې پر ځای او ضروري وبلله.