د ډنډ ولسوالۍ د امنیې قوماندان وژل شوی دی
۱۳۹۱ آبان ۱۳, شنبهاعلان
د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې د پولیسو یو قومندان وژل شوی دی. دغه خبر د کندهار د امنیې قوماندان له قوله ورکړل شوی دی. د کندهار ولایت امنیې قوماندان عبدالرازق، د المان خبري آژانس ته ویلي دي:
«د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ د پولیسو قوماندان رحمت الله، د هغې پوستې پر لور روان وو چې تیره شپه پرې د یاغیانو له لوري برید شوی وو، چې د هغه موټر په ماین برابر شو چې په پایله کې نوموړې قوماندان وژل شوی او د هغه ساتونکی ټپي شوی دی.»