1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ډوب سوو روهنگيا اکثريت ماشومان دي»

۱۳۹۶ شهریور ۲۲, چهارشنبه

د سمندر اوبو د بنگله دېش ساحل ته ۷ نور مړي راوړي چي باور کيږي روهنگيايان دي. په ميانمار کي د تاوتريخوالي له پيل راهيسي زيات روهنگيايان په تېښته کي دي.

https://p.dw.com/p/2jqVp
Bangladesch Myanmar Grenze Rohingya Flüchtlinge
انځور: Reuters/D. Siddiqui

د سمندر اوبو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۱۳مه نېټه) د بنگله دېش و ساحل ته ۷ مړي راوړل. د بنګله دېش د چارواکو په فکر دغه مړي د روهنګيا مسلمانانو دي. له تقريبا درې اونيو راهيسي په ميانمار کي تاوتريخوالی ادامه لري چي له کبله يې په زرونو روهنگيا په تېښته دي. زياتره روهنگيايان کوښښ کوي چي و ګاونډي هيواد بنګله دېش ته ځان ورسوي.

د ميانمار په راخن ايالت کي د اگست پر ۲۵ تاوتريخوالی پېل سو. له همدغه نېټي څخه تر اوسه پوري تقريباً د ۱۰۰روهنگيايانو مړي موندل سوي چي کوښښ کوي د ربړي کښتيو په مرسته له تاوتريخوالي څخه وتښتي.

د بنگله دېش هيواد د سمندري پولو ساتونکي ځواک يو قومندان عارف الاسلام و فرانس پريس خبري آژانس ته د چهارشنبې په ورځ د موندل سوو مړو په هکله ويلي: «موږ نن د ماشومانو په گډون د ۷ انسانانو مړي وموندل چي اوبو راوړي دي.»

دغه چارواکي ويلي دي چي باور لري دغه مړي به د هغو روهنگيا مسلمانانو وي چي د سه شنبې په ماخستن يې کښتۍ ډوبه سوې وه. دغه حادثه د شاه پورير دويپ په سيمه کي د نف په سيند کي رامنځ ته سوې وه.

دغه سيمه د بنگله دېش او ميانمار تر منځ په سرحدي علاقه کي واقع ده. دغه چارواکي ويلي دي چي دوی داسي مړي هم موندلي دي چي ښايي زيات وخت په اوبو کي پاته سوي ول او د نورو حادثو قربانيان ول.

د نوموړي په وينا د سه شنبې په ورځ هم دوه مړي موندل سوي ول. دا په داسي حال کي چي هره ورځ د روهنگيا مهاجرو کښتۍ د نف سيند له لاري بنگله دېش ته رسيږي.

د همايون رشيد په نوم د بنگله دېش د پوليسو يوه چارواکي ويلي دي چي تر اوسه چي يې کوم مړي موندلي دي په هغوی کي يې زياته برخه ماشومان دي. د کوکس بازار ولسوالۍ دغه چارواکي زياته کړې: «د قربانيانو اکثريت ماشومان دي. په دغو مړو کي يې بعضي د مرميو زخمونه هم لري.» کوکس بازار د بنگله دېش هغه سيمه ده چي د ميانمار پولي ته څېرمه پرته ده، او پکښي ګڼ شمېر روهنګيا مهاجر مېشت دي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په سونو کښتۍ د بنگله دېش و شملاپور او شاه پورير دويپ سيمو ته رسېدلي دي.

ملگري ملتونه اټکل کوي چي د اګست پر ۲۵مه نېټه د ميانمار د دولتي ځواکونو د عملياتو له پېل راهيسي تر۳۷۰ زرو زيات روهنگيا مسلمانان بنگله دېش ته تښتېدلي دي. دا په داسي حال کي ده چي په بنگله دېش کي د روهنگيا مسلمانانو مهاجر کمپونه تر مخه لا تر اندازې زيات ډک ول.

زموږ له آرشيف څخه: