1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ژنيو په خبرو کي د اساسي پايلو اټکل نه کيږي

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۰, پنجشنبه

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر ابراهیمي ویلي دي چې هغه د سوریې په هکله له روانو خبرو څخه د یوې اساسي پایلي د ترلاسه کیدو اټکل نه کوي. دغه خبري د جمعې په ورځ پای ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/1AzRd
انځور: picture-alliance/dpa

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي ټولني استازی لخضر ابراهیمي، اوس په دوهمه دوره کې د گټورو خبرو اترو هیله مندي ښوولې ده. دغه خبري یوه اوونۍ وروسته پیلیږي. ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنوري ۲۹) ویلي دي چې هغه هیله من دی چې روسیه او امریکا متحده ایالات به د سوریې پر اساسي اړخونو باندې له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

ابراهیمي همداشان ویلي دي چې ملگري ملتونه او د سوریې حکومت به د پاڅون کوونکو پاخه سنگر، حمص ښار ته د مرستو د رسولو په اړه خبرو اترو ته ادامه ورکړي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې فکر نه کوي د سوریې حکومت او د اپوزیسیون د مهمې ډلې تر منځ به د خبرو اترو د لومړۍ دورې تر ختمیدو د مخه کوم مهم پرمختگ رامنځ ته شي. دغه خبري اترې د جمعې په ورځ پای ته رسیږي.

ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د سوریې د حکومت او اپوزیسیون له استازو سره د یوه مؤقتي حکومت د جوړښت په اړه چې په ۲۰۱۲م کال د «ژنیو۱» په نوم کنفرانس کې جوړ شوی وو، تر مقدماتي خبرو اترو وروسته په ژنیو کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: «که په څرگند ډول وویل شي، زه داسې اټکل نه کوم چې کومه بنسټیزه بريا دي ولرو.» خو هغه یادونه وکړه: «زه ډیر خوشحاله یم چې موږ لا تر اوسه خبري اتري کوو، خو یخی کرار کرار ویلي کیږي.»

د ژنیو کنفرانس اصلي چارچوکاټ یا پریکړه لیک د ۲۰۱۲م کال په جون میاشت کې په ژنیو کې لیکل شوی وو، چې د سوریې د کورنۍ جگړې په سوله ییزه توگه د حل کیدو غوښتنه کوي. دغه پریکړه لیک د امریکا متحده ایالاتو چې د اپوزېسیون او روسیه چې د بشارالاسد رژیم ملاتړ کوي له خوا تائید شوی وو.

د سوریې د سولې په هکله په دغو روانو خبرو اترو کې څو ورځې ترمخه هغه وخت بن بست رامنځ ته شو چې اپوزیسیون د یوه انتقالي حکومت د جوړیدو په هکله د خبرو اترو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه. اوس د چهارشنبې په ورځ په لومړي وار دا ادعا شوې ده چې دغه پروسه پيل شوې ده.

د سوریې د اپوزیسیون د پلاوي ویاند لویی صافي، د چهارشنبې په ورځ ویلي ول: «اوس د لومړي ځل له پاره د انتقالي حکومت په اړه خبري اتري کوو. موږ به په راتلونکو ورځو کې په دې اړه تفصیلي خبري اتري وکړو د بېلگې په توگه د دغه حکومت د تشکيل، د دندو او د وخت په اړه.»

د بشري مرستو په اړه خبري اتري هم ادامه لري، چې پکښې په حمص ښار کې نزدې ۳۰۰۰ ملکي کسانو ته د مرستو رسول شامل دي. ابراهیمي په حمص او نورو کلابندو سیمو کې خلکو ته د مرستو رسولو په اړه یو انځور وړاندی کړی دی او له دواړو اړخونو څخه یې د اعتماد فضا د رامنځ ته کولو په خاطر د بندیانو د آزادولو غوښتنه کړې ده، چې په وینا یې دغه کار به د ښکیلو اړخونو تر منځ په سیاسي موضوعاتو کې اختلاف لږ کړي.