د ژوو د نړۍ تر ټولو ځيرک حيوانات
ډېر ژوي ځيرک دي. خو ځينې حيواناتو د ژوندي پاته کېدو په موخه ځانګړې لارې چارې موندلې دي. زموږ په نظر غوره لارې چارې او اړونده ژوي يې په دغو انځورونو کې کتلای شئ.
د ښکار کولو اتل
دغه ټوپ وهونکي غڼه د ښکار له پاره بېلابېلې لارې چارې او طريقې لري. هغه ځان له مختلفو حالاتو سره عياروي. دغه غڼه په جال کې د بند راغلو ژوو پېښې کوي او يو ډول رقص تر سره کوي څو خپل خواړه د پښو په واسطه کلوله کړي.
په ځير ځير کتنه او څارنه
راکون يږه ډېر ځيرک دی او ښه حافظه لري. خو دا څنګه وموندل شول؟ په يوه تجربه کې دغو ژوو له ۱۳ قلفونو څخه يولس په څه کم لسو هڅو کې پرانيستلی شول، يعنې د هغوی سر د مکانيزم پر څرنګوالي باندې خلاص شو. درې کاله حتی هغوی ځينو سوالونو ته جوابونه په حافظه کې ساتلي ول.
ډېره ښه حاظه لرونکي
د فيلانو حافظه ۳۰ کاله هغه تجربې ساتي چې دغو ژوو کړي وي. هغوی حتی د ژبې ډولونه پېژني. کله چې د کېنيا په يوه پارک کې دغو ژوو ته د يوه ماساي نارينه غږ واورول شو، نو د يوه کمبا نارينه د غږ په پرتله به ډېر نارامه شول. ولې؟ ځکه چې نارينه ماساي کله نا کله د فليلانو ښکار کوي.
د نخښو نښانو لېرې کول
د اورنګ اوتان بيزو د ژوو په نړۍ کې هوښيار مجرم دی. وليدل شول چې هغه ژوي چې له انسانانو سره ګډ ژوند کوي کله نا کله د خوراکي موادو له زېرمو څخه غلا کوي. هغوی د خپلو اعمالو پايلې هم ښه پېژني، ځکه چې هغه د غلا ټولې نخښې نښانې پاکوي.
ځيرک بچيان
د اندام د جوړښت او هم په بيالوژيکي او کيمياوي لحاظ بيزو انسان ته يو څه ورته والی لري. له دې کبله څېړونکو نورې ګډې وړتياوې هم وليدلې: د بيزو ځينې شوخ بچيان کله کله د مشرې بيزو په غياب کې ژاړي، سره له دې چې چا پرې هيڅ کړي هم نه وي. مشره بيزو بيا د ډلې پر نورو غړو باندې په غوسه کيږي.
ډېر استعداد لرونکي
د خړ رنګه طوطيانو تر ټولو ځيرک استازی الېکس نوميده. هغه شيان، شکلونه او رنګونه سره بېلولی شول. دغه اوس مړه شوي مارغه ۱۵۰ لغتونه هم زده کړي ول. که تمرين ته يې رړه نه کېده، نو ويل به يې: «زه اوس ځم.» کله به چې يې خاوند خپه شو، نو ويل به يې: «بخښنه غواړم.»
صبر ډېر ښه شی دی
د ګوفين طوطي د پر له پسې ګامونو د اخيستلو د سنجښت وړتيا لري. په داسې تجربو کې چې يو غوز يا چارمغز به د لرګيو په يو صندوق کې پروت او په پېچونو بند کړای شوی وو، ده وکولای شول هغه پرانيزي او پېچونه هم پرته له مرستې خلاص کړي. کله چې سړی ورته ست وکړي چې يو غوز دې د يو لا ښايسته غوز سره بدل کړي، نو دی آن يو څه موده صبر هم ورته کوي.
تل له پام څخه کار اخيستل
دغه ژوي د نړۍ تر ټولو هوښيار پاسته ژوي بلل کيږي: هغه اته پېښ لرونکي يا د اکتوپوس په نوم ژوي دي. کله چې هغوی د سمندر په تل کې ګرځي، نو د دښمنانو څخه ځان ډېر ښه ساتي. دغه ژوي ځانونه ډېر ژر پټولای شي. اصلي پټنځای يې د کوپرې پوستکی دی.
د خپلو افکارو په اړه غورکوونکي
د دولفين په نوم سمندري ژوي خپل انځور په هنداره کې پېژندلی شي او د مېتاکوګنيشن وړتيا هم لري. دا په دې معنی ده چې هغوی د خپلو افکارو په هکله غور او ورسره وړ چلن کوي. دغه ژوي هسې يو دم پرېکړه نه کوي، بلکې کله نا کله زړه نا زړه هم وي او په دې ترتيب بېلابېلې لارې غوره بولي.
نهنګان خپله ژبه لري
دغسې لوی نهنګان په ساعتونو ساعتونو سندرې وايي، چې دا کومه استثنايي خبره نه ده، ځکه چې مرغان هم د سندرو وړتيا لري. خو نهنګان بيا په دغو سندرو کې له خپل خاص ګرامر څخه کار اخلي. عادي غږونه پر له پسې جملې تشکيلوي، هغه په بيتونو اوړي او پېچلې سندرې پرې رامنځ ته کيږي.