1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښایسته مرغانو له ساتلو سره ډیره مینه لرم»

۱۳۹۱ خرداد ۲۲, دوشنبه

د ماښام پنځه بجې دي. په مزار شریف کې دوکاندارانو خپلې څوکۍ د دوکانونو په مخ کې ایښې دي او له یو بل سره د خبرو اترو په حال کې دي. له لیرې د دوکانونو مخې ته له ایښودل شوو قفسونو څخه د زرکو اواز اوریدل کیږي.

https://p.dw.com/p/15BsL
انځور: DW/Wafayi

په دې ورځو کې په مزارشریف کې د زرکو د جنګولو موسم دﺉ. د دې ښار یو شمیر اوسیدونکي د دې مرغانو له ساتلو سره ډیره مینه لري. د مزارشریف د زرکو ساتونکو په خبره دغه ښکلې مرغه په مزارشریف کې ډیر مینه وال لري. یو شمیر کسان دغه مرغان د هغوی د جنګولو له پاره ساتي او یو شمیر نور بیا د هغوی له ښایسته اواز سره مینه لري.

محمد رشید د مزار شریف ښار یو اوسیدونکی دﺉ. هغه د مارمل پر سړک د قصابي یو دوکان لري. هغه د خپل دوکان په مخ کې د خپلي زرکي او سایرې قفسونه ځوړند کړي دي. هغه وایي: «له هغه وخت راهیسې چې مې خپل ښې او کیڼ لاسونه پیژندلي دي له دې ښکلې مرغه سره مې مینه هم پیدا شوې ده. اوس زه یوه زرکه، یوه سایره او یوه ګلسره لرم. په ډیرو مسابقاتو کې هم ګډون کووم.»

شیر محمد هم د همدې ښار اوسیدونکې دﺉ او یوه جنګي زرکه لري. د هغه د زرکي نوم «ترکشپال» دﺉ. هغه وایي چې په نزدې وخت کې باید په یوې مسابقې کې ګډون وکړي او له همدې کبله باید په دې ورځو کې خپله زرکه ډیره ښه وساتي چې په مسابقه کې دخپل حریف زرکي ته ماتې ورکړي.

د زرکو د جنګولو په مسابقو کې د هغوی څښتنان له یو بل سره په پیسو شرطونه تړي. عبدالناصر چې په مزارشریف کې یو بل زرکباز دﺉ وایي چې تیره ورځ ئې په یوه مسابقه کې ۴۰۰۰ افغانۍ وبایللې.

عبدالباصر وایي چې په لومړي روند کې د هغه زرکه د یوه ساعت او شلو دقیقو له پاره دخپل حریف له زرکي سره وجنگیده، خو په دویم روند کې ئې و نه شو کولای چې وجنگیږي.

ویل کیږي چې د زرکو په جنگولو کې کله نا کله شرطونه ان ۵۰۰۰ ډالرو ته هم رسیږي. عبدالناصر خپله زرکه د پاکستان له کویټې راوړې ده او هغه ئې په ۱۰۰۰ ډالرو رانیولې ده.

پخوا د افغانستان د شمال زرکي ډیري مشهوري وې. په دې سیمه کې د سمنگانو زرکي اوس هم ډیر شهرت لري. خو زرکبازان وایي چې اوس د دغو سیمو زرکي د جنگونو له کبله نورو سیمو ته تښتیدلي دي.

محمد رحیم ۵۵ کلن دئ او د مزارشریف د مرغانو د پلورلو په مارکیت کې دوکان لري. هغه وایي چې د دې تر څنگ چې مرغان پلوري پخپله هم جنگي ماغان ساتي. هغه له خپلو مرغانو سره ډیره سخته علاقه لري او وایي: «د جنگي مرغانو ساتل زما مرض دئ. که د یوې شپې او ورځې له پاره خپل جنگي مرغان په خاصه توگه خپله زرکه و نه وینم، داسې فکر کوم چې هر څه مې ورک کړي دي.»

محمد رحیم وايي چې په مزارشریف کې جنگي زرکي له ۱۰۰۰۰ افغانیو نیولې تر ۱۰۰۰۰ ډالرو پورې پلورل کیږي. هغه کسان چې جنگي زرکي ساتي د دې کار له پاره ډیر زحمت گالي. محمد رحیم تر اوسه پورې په لسگونو زرکي له چیچیتوبه د جنگ مرحلې ته رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کسان د مرغانو او نورو حیواناتو له جنگولو سره سخت مخالف دي. دغه کسان وایي چې مرغان باید ازاد پرې ښودل شي.

مختار وفایي/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض

د زرکانو ساتل ډیر زیار ته اړتیا لري د هغوی باید ډیره ښه ساتنه وشي.
د زرکانو ساتل ډیر زیار ته اړتیا لري د هغوی باید ډیره ښه ساتنه وشي.انځور: DW/Wafayi
یو وخت د افغانستان د شمالي سیمو زرکان ډیره مشهوره ول، خو اوس ویل کیږي چې دغه زکان د جگړو له کبله نورو سیمو ته تللي دي.
یو وخت د افغانستان د شمالي سیمو زرکان ډیره مشهوره ول، خو اوس ویل کیږي چې دغه زکان د جگړو له کبله نورو سیمو ته تللي دي.انځور: DW/Wafayi