د ښوونځی نکلونه، د نړۍ له گوټ گوټ څخه
د ښوونځی وختونه د هر چا پياديږي او هر څوک جلا جلا خاطرې ځني لري. د آلمان د هيلډيسهايم د دارلمعليمين محصيلانو په آلمان کي د ژوند کوونکو بېلابېلو کډوالو د ښوونځی داستانونه راټول کړي دي.
تبريکۍ و لادوشکه ته
هره هغه کوچنۍ نجلۍ چي په ځان به ډاډه وه، خامخا به د شعرونو د يوې کتابچې څښتنه هم وه. په دغه انځور کي اوکراينۍ لادوشکې ته د ښوونځی د لومړۍ ورځي په خاطر تبريکۍ ويل سوي دي. د آلمان د هيلډسهايم پوهنتون د دارالمعليمين په موزيم کي د «۱۰۰۱ ښوونځي داستانونه» تر عنوان لاندي نندارتون به تر اکتوبر مياشتي پوري دوام وکړي.
توند ښوونکي
د پخواني شوروي اتحاد دغه ښځينه ښوونکې ډېره مهربانه نه معلوميږي چي د ۱۹۷۰م کال په دغه انځور کي د خپلو شاګردانو تر څنګ ولاړه ده. هغه وخت يوازي په شوروي که نه، بلکي د نړۍ په زياترو هيوادونو کي له شاګردانو سره د استادانو چلن توند وو. د شاګردانو وهل ټکول عادي خبره وه.
د لېنين د زېږېدو کليزه
دا د ازبکستان د زړو وختونه يو انځور دی. هر کال به د اپريل پر ۲۲مه د ښوونځي شاګردان راټولېدل او د کمونستي مشر ولاديمير ايليچ لېنين د ږېږېدنې کليزه به يې لمانځل. په دغه ورځ به نجونو ځانونه د ناويانو په شان جوړه ول، او ځينو هلکانو به د سمندري ځواکونو يونيفورم اغوستی.
د «هاس نيکه» سره لوست
د هالنډ يوه ښځه وايي چي پخوا دا عادي خبره وه چي استادانو به د شاګردانو غوږونه پېچل. دغه ۷۰ کلنه زياتوي چي خپل صنف يې ښه په ياد دی، چي پکښي زيات کتابونه پراته ول. په دغو کتابونو کي د «هانس نيکه» په نوم کتاب هم وو چي په مرسته يې کوچينيانو ته الفبا ښودل کېده.
تدريس په مستعمرو کي
د آلمان پاچاهۍ د نورو لوېديځو هيوادونو په پرتله ناوخته و مستعمرو ته پام سو. د ۱۸۸۴م وروسته په زیاته بيا په سويل ختيځه افريقا کي داسي سيمي موجودي وې چي د هغه وخت د آلمان تر «حفاظت» لاندي وې. هغه وخت و مستعمرې ته دغه لغت په کار اچول کېدی. دغه عکس د ۱۹۱۲م کال د يو پوست کارت پر شا انځور سوی وو.
د لوستلو پر ځای رېبل
د رېبلو فصل پر وخت به هر ډول مرستي ته اړتيا وه. حتی کوچينيان به هم کښت ته بېول کېده او مرتسته به يې ځني غوښتل. په دغو ورځو کي به کوچينيانو له ښوونځي څخه غېرحاضر ول. په دغه انځور کي د ۱۹۵۰ م کال د رېبلو څخه د شاګردانو د تفريح منظره ښودل کيږي.
ښه نمرې ښه پارچه
په دغه انځور کي د استراشانکا په نوم نجلۍ د ښوونځي پارچه انځور سوې ده. نوموړې په ۱۹۸۴م کال کي له قزاقستان څخه آلمان ته راغله او په آلماني ښوونځي کي يې ډيري ښې نمرې درلودې. خو د قزاقستان د ښوونځي پخوانۍ شهادتنامې بايد اول له روسيې څخه آلمان ته ژباړل سوي وای.
د خدای په امانۍ ورځ
په دغه انځور کي د قزاقستان د ۱۰مي ټولګۍ څخه فارغه سوي شاګردان ښوول سوي دي. دوی چي کله و ښوونځي ته داخل سوي ول نو په لومړۍ ورځ يې معلمې ګلان وروړي ول. د فاريغېدو پر وخت دوی هم ګلان تر لاسه کول، لکه په ۱۹۶۹م کال چي د نجونو دغې ډلې تر لاسه کړي دي.
منځنی ښوونځی پای ته ورسېد
په دغه انځور کي هم د ازبکستان د فارغه سوو شاګردانو يوه ټولۍ انځور سوې ده. دوی په ۱۹۷۵م کال د سټالين له منځني ښوونځی څخه فارغه سوي دي او د ښوونځی په ورځپاڼه کي يې عکس چاپ سوی دی.