1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو د بايسکل ځغلوني افغان لوبډله د نوبل جازې ته کانديد سوې

۱۳۹۴ اسفند ۶, پنجشنبه

د ايټاليا پارلمان د سولي په برخه کي د نوبل جازې د کانديدانو په ليست کي، د افغانستان د ښځو بايسکل ځغلوني لوبډلي د شاملېدو په پلوي رايه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/1I1Vz
انځور: Reuters/M. Ismail

انترفکس خبري آژانس لیکلي چي د ايټاليا پارلمان ۱۱۸ غړو تيره ورځ د سولي په برخه کي د نوبل جايزې د کانديدانو په ليست کي د بايسکل ځغلوني افغان لوبډلي د شاملېدو په پلوی رايه ورکړه.

د ايټالويانو په نظر دغي لوبډلي د ټولنيز عدالت دفاع کړې، او د زورزياتي او بدنامۍ پر ضد عمل کوي.

د ښځو بايسکل ځغلوني افغان لوبډلي مشري زهرا حسيني «total women`s cycling» ويبپاڼي ته ويلي دي: «ځیني خلک وايي چي بايسکل ځغلونه کيدای سي د ښځو راتلونکې خرابه کړي. خلک هر څه وايي، که موږ ئې ټولو ته غوږ ونيسو، نو هيڅکله به له کوره هم را و نه وځو.»

اوس د افغانستان د ښځو د بايسکل ځغلولو ملي لوبډله له لسو ورزشکارانو څخه جوړه ده. دوی د بايسکل ځغلولو پرمهال ځانگړي جامې اغوستي وي، او حجياب ئې هم خوندي وي.

د افغانستان دغه لوبډله په هيواد کي د بايسکل ځغلولو د تمرين له پاره یوه ځانگړې سیمه نه لري. دوی چي کله په کابل کي تر ښار دباندي وځي نو خپل بايسکلونه په موټر کي انقالوي څو پر لاري خلک تکليف ور نه کړي.

د افغانستان د ښځو بايسکل ځغلوني لوبډلي په لومړي وار په ۲۰۱۳م کال د اسيا په اتلولي کي کډون وکړ.