1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو د بې حقۍ او بيوزلۍ مستقيمه اړيکه

حسن » بری «۱۳۸۴ دی ۲۱, چهارشنبه

د نړۍ د وگړو يانفوس په هکله د ملگروملتونو د ٢٠٠٥ ميلادی کال د راپورله مخې، په نړۍ کی د بيوزلۍ پرضد د مبارزې د برياليتوب لپاره، د ښځواونرانومساوات او د کورنۍ جوړولوپلان حتمی شرايط دی. د نوموړی راپورله مخې، د ښځواونرانو د مساوات لږوالی، د زده کړې ټيټه سطحه او بيوزلی عملاً په مستقيم ډول يوله بل سره اړيکی لری.

https://p.dw.com/p/DMrr
انځور: AP

د ملگروملتونوپه نوموړی راپورکی ويل کيږی: که چيرته ميندی د زده کړو خاوندې وی، نو د مړه کيدوکچه ئی په ښکاره توگه ټيټيږی ـ د ښوونځی د هرکال لپاره پنځه تر لس په سلو کی. مگرله گڼ شميرښځونه تل داحق اخيستل کيږی چی د حامله کيدوپه هکله خپله تصميم ونيسی، ځکه چی هغوۍ له حمل نه د مخنيوی توکې نشی ترلاسه کولای.