1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالۍ پیل شوی

آژانسونه/شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ خرداد ۱۷, یکشنبه

د شنبې په ورځ د کاناډا د«ادمونتون» په ښار کې د ښځو د نړیوال جام سیالۍ پيل شوې. د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کوربه هیواد لوبډله وتوانیدله چې د چین لوبډلې ته 0–1په مقابل کې ماته ورکړي.

https://p.dw.com/p/1Fd14
انځور: Reuters

د کاناډا د"A" گروپ ښځینه لوبډلې له خوا کریستینه سینکلر په یو گول وهلو سره خپل لوبډلې ته بریالیتوب ته ور په برخه کړ. میرمن سینکلر دغه گول د پنالټي په مرسته وکړ. د ادمونتون د ښار په ورزشي سټیډیم کې ۵۴ زره نندارچیان د دغه لوبې لیدلو ته ورغلي ول.

د ښځو د فوټبال نړیوالو جام سیالیو سږکال د ښځو مسائلو ته هم پام را اړولې دی. د دغې لوبې د پیلیدو مراسم د یوې کوچنۍ فوټبالستۍ نجلې له کیسې او یوې مشهورۍ کاناډایې سندرغاړۍ سارا مک لاکلان له ترانې سره مل وو.

خو د لوبې په پر لاره اچونکو هغه وخت سخت انتقادونه وشول چې د« فیفا» د کمپوتر د نومرو پر ډسپلې د ښځینه پر ځای د نارینه و له پاره کاریدونکې ضمیر«his»ولیدل شو. دغه ستونزه بیا د لوبې په نیمایې کې حل شوه.

په همدې منځ کې د« فیفا» مستعفي مشر سپ بلاټر هم دغې لوبې ته د مبارکۍ پیغام استولې دی. هغه په خپل تویتر پيغام کې لیکلي دي چې:« وروسته له یو ساعت څخه د ښځو د فوټبال نړیوال جام اومې سیالۍ پيلیږي. د ټولو ۲۴ لوبډلو له پاره د بریالیتوب په هیله».

Karte FIFA Fußball-WM der Frauen 2015 in Kanada Austragungsorte ENG

د دې کال نور ټیمونه
د "A" گروپ بله لوبه د نیوزیلنډ او هالند ټیمونو تر منځ ترسره شوه. د هالنډ ټیم په ۳۳ مه دقیقه کې وتوانید چې د مارتنس له خوا د دغې لوبې په یوازینې گول سره د نیوزیلنډ په مقابل کې بریالیتوب ته ورسیږي. تاکل شوې ده آلمان، چې دوه واره د دغو سیالیو گتونکی دی او امریکا متحده ایالات به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د استرالیا او عاج ساحل د هیوادونو د لوبډلو په مقابل کې لوبه وکړي.

د کاناډا د فوټبال ټولنې ویلي دي چې د شنبې ورځې سیالیو د دغه هیواد د ملي لوبو په کچه تر ټولو ډیر نندارچیان درلودل.
په همدې منځ کې د پای لوبې یا فائنل ټکټونه چې ټاکل شوې ده د جولای میاشتې په ۵ نیټه به ترسره شي پلورل شوې دي. همدارنگه ټاکل شوې ده چې بلاتر به هم په پای لوبه کې گډون وکړي. د امریکایې لوبډلې د سیالیو ټول ټکټونه پلورل شوې دي.

اټکل کېږي چې د ۱،۵ میلیونو په شاوخوا کې نندارچیان به د دغو سیالیو د لیدلو له پاره د ونکوور، وینیپگ،اوتاوا،مونترال او مونکتون ښارونو، ته په کوم ځای کې چې دغه لوبې ترسره کیږي ورشي. دغه رقم تر هغې ۸۵۰ زره نندارچیانو ډیر لوړ دی چې په ۲۰۱۱ کال کې په آلمان کې په ترسره شوو سیالیو کې یې گډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې د لومړي ځل له پاره د ښځو د نړیوال جام سیالۍ په ۱۹۹۱ کال کې د چین په هیواد کې ترسره شوې وې. په داسې حال کې چې تیر کال یوازې ۱۶ لوبډلو په دغو سیالیو کې گډون کړی وو، سږکال بیا ۲۴ ټیمونه په دغو سیالیو کې گډون کوي.