1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو نړيواله ورځ او د افغاني ښځو کړاوونه

۱۳۸۴ اسفند ۲۶, جمعه

تيره چهارشنبه، د 2006 ميلادی کال د مارچ اتمه، د 1384 هجری لمريزکال د کب اولسمه، په افغانستان کې هم د ښځو د نړيوالې ورځې په توگه ولمانځل شوه. خو د افغانی ښځو واقعی ژوند څه ډول دی؟

https://p.dw.com/p/DMri
د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون وايي د افغاني ښځو حقوق لا په پراخه توگه تر پښو لاندې کېږي
د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون وايي د افغاني ښځو حقوق لا په پراخه توگه تر پښو لاندې کېږيانځور: AP

د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت له نسکوريدو نه څه باندې څلورکاله وروسته هم، د افغانی ښځوحقوق په پراخه توگه تر پښو لاندې کيږی.

له ښځوسره د مرستې او د هغوۍ له حقوقو څخه د دفاع لپاره د آلمانی ټولنې ميډيکا مونډياله، د افغانستان د پروژو مشرې انگيلس » مارتينس « وويل: » د افغانستان د پنځه ويشت کلنو جگړو په ترڅ کې، د مجاهدينو يوله بل سره رقابت کونکو ډلو، خلک لوټ کړل، ووژل او پر ښځو يې جنسی تيری وکړل. د مجاهدينو دغه ډلې اوس هم په افغانستان کې شته. «