1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو نړيواله ورځ په کندهار کي هم ولمانځل سوه

۱۳۸۷ اسفند ۱۸, یکشنبه

کندهار چي له بده مرغه د افغانستان د نا امنه ولاياتو په کتار کي راځي پکښي د نورو ولاياتو او هيوادونو په څېر د مارچ اتمه يا د ښځو نړيواله ورځ د يو لړ امنيتي تدابيرو په ترڅ کي د يو شمېر کندهارۍ مېرمنو په ګډون ولمانځل سوه..

https://p.dw.com/p/H7zu
د کندهار ولايت د ښځو د چارو رييسه مېرمن روڼا ترين
د کندهار ولايت د ښځو د چارو رييسه مېرمن روڼا ترينانځور: DW/Aslami

دا لومړی ځل ندی چي په کندهار کي د ښځو ورځ لمانځل کيږي، بلکي هر کال په هر ډول شرايطو کي لمانځل سوې ده او د نازو آنا، زرغونې آنا او ملالي پېغلي د خاوري کندهارۍ مېرمنو خپل جرعت او مېړانه د لاسه ندي ورکړي او نه بې ورکړي.

په هغه غونډه کي چي ددې ورځي په وياړ په کندهار کي جوړه سوې وه د ښځو چارو رئيسه رڼا ترين، په خپله وينا كي د ښځو د حقونو د لاسته راوړلو د مبارزې او يووالي غوښتنه وكړه. زياته يي كړه چي دا هم موږ او نړيوالوته يوښه زيری دی چي د دا ډول سختو امنيتي، كلتوري او ټولنيزو ستونزو سره سره د هيواد او خپلو فاملينونو د ښې راتلونكي په موخه را وزو او دا ورځ لمانځو.

دكندهار د اطلاعاتو اوكلتور رئيس عبدالمجيد بابي چي په اوس مهال كي دښځو په وړاندي د تاوتريخوالي كچه لوړه وبلل هيله يي څرګنده كړه چي كه وكړای سو داډول ستونزي ترڅېړلو او سپړلو وروسته د يوګډ تفاهم له لاري حل كړو دا به نه يوازي داچي دهيواد راتلونكې به روښانه وي، بکلي هغه فاصله به مو له منځه وړې وي،چي له دې كبله رامنځته سوېده.

کندهارۍ مېرمني
کندهارۍ مېرمني

د ښځو د نړيوالي ورځي د لمانځني څخه ښځي خوښي څرګندوي داځكه چي ددوی په وينا ددغي ورځي په لمانځني سره ښځي كولای سي خپلي ستونزي او وړانديزونه د لوړ پوړو چارواكو غوږونوته ور ورسوي. خو د يوې کندهارۍ مېرمني په خبره چي چارواكي بايد دښځو دستونزو د له منځه وړلو او دهغوی وړانديزونوته دعمل جامه ور واغوندي نه داچي هرڅه ديوې ورځي په لمانځلوسره ختم سي.

بله خوا يوه خوركۍ چي په كوچنيوالي كي واده سوېده او په خبره يې چي ډيري خوارۍ پر تيري سوي دي، دا هم خپل پيغام ددغي ورځي په مناسبت هغو كورنيو ته رسوي چي دخپلو اولادونو دښې راتلونكي په اړه بايد له ډير احتياط څخه كارواخلي.

ديادوني وړ ده چي سږ كال د ښځو نړيواله ورځ په داسي حال كي لمانځل كيږي چي په2008 ميلادي كال كي په افغانستان کي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي څه د پاسه 2000 پيښي تر سره سوي چي دا د تيروكلونو په پرتله د ښځو د ژوندانه يو زړه بوږنوونكى انځور څرګندوي.