1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د له منځه وړلو نړيواله ورځ و لمانځل سوه

۱۳۸۸ آذر ۴, چهارشنبه

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې د لمانځنې په غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه يو رپوټ خپور شو چې له مخې يې په 2009 کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي 1708 پيښې تر سره شوي دي...

https://p.dw.com/p/Kg32
په رپوټ کې راغلي چې په 2009 کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي 1708 پيښې په کميسيون کې راجستر
په رپوټ کې راغلي چې په 2009 کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي 1708 پيښې په کميسيون کې راجسترانځور: AP

نن د نوامبر د مياشتې پنځه ويشتمه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو نړيواله ورځ ده .

د غه ورځ د افغانستان په ګنو ښارونو کې په ځانګړي توګه د کابل په ښار کې لمانځل کيږي . په هغې غونډې کې چې د نوامبر د پنځه ويشتمې ورځې په اړوند د ښځو د حقونو د مدافعو بنسټونو ،مدني ټولنې او د بشري حقونو د خپلواک کميسيون لخوا په کابل کې جوړه شوې وه ګډونوالو په دې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو په برخه کې دې ټاکلي قوانين تصويب شي تر څو ښځې قانوني خونديتوب پيدا کړي . د غونډې وينا والو له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په هيواد کې دې هغو کسانو ته سزا ورکړي چې د ښځو په وړاندې په تاوتريخوالي تورن دي .

د غونډې يوې تنې برخه والې د افغان ښځو د شبکې د عدالت غوښتنې د څانګې مسوولې ميرمن شيلا صميمي دويچه ويلې ته د ښځو د حإلت په اړوند داسې وويلې : د هغو بنسټيزو بدلونونو تمه مو چې درلوده او لرويې چې ښځه په ټولنه کې د يوې فعالې غړې په توګه چې دويم جنس ونه بلل شي ندی رامنځ ته شوی بلکې د ښځو د ژوندانه حإلت د تيرو کلونو په پرتله نوره هم خرابه شويده او ښځې له ډيرو ستونزو سره مخامخې دي .

ميرمن شيلا زياته کړه چې : بيلابيل بنسټونه د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په برخه کې کار کوي خو تر اوسه ندي توانيدلي چې د دغې ناوړې پديدې د له منځه وړلو په برخه کې يو ټاکلی ميکانيزم رامنځ ته کړي . دې هيله څرګنده کړه چې د ښځو د حقونو فعالين دټول په ګډه سره په دې برخه کې کار وکړي .

غونډې ته هغه رپوټ وړاندې شو چې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د يوې سروې له مخې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي بيلابيل ډولونه چې په 2009 کال کې تر سره شوي ښودل شوي دي . د ښځو د اقتصادي ژوند په برخه کې له 12074 ښځو سره مرکې شوي او پايلې يې څرګندوي چې په سلو کې دولس اعشاريه نهه هغه ميرمنې دي چې خپل د کورنۍ سرپرستي کوي . 54 سلنه ښځې په ښارونو کې او 62 سلنه ښځې په کليو کې بيکاره دي .

په ملي کچه 57 سلنه ودونه داسې ترسره شوي چې نجونې قانوني سن ته ندي رسيدلي .

په رپوټ کې راغلي چې په 2009 کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي 1708 پيښې په کميسيون کې راجستر شويدي چې له دې جملې څخه د اجباري ودونو 99 پيښې ، په بدو کې د ورکولو 28 پيښې ، له کور څخه د تيښتې 75 پيښې ، د ځان وژنې 16 پيښې ، د ځان سوځولو 86 پيښې ، د ناموسي وژنې 51 پيښې ، د وهلو ټکولو 710 پيښې او د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په سل هاوه نورې پيښې تر سره شويدي .

د غونډې يوې تنې برخه والې ميرمن مقدس اتلواله وويلې چې : د دغو غونډو موخه دا ده چې د هر ډول تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې ښځې سره يو موټي شي . د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې د لمانځنې په غونډه کې برخه والو په دې ټيګار وکړ چې د قانون په وړاندې د مجرمينو د معافيت حالت ته دې د پای ټکی کيښودل شي .

انور بری پال/ کابل

کتونکی. زيارمل