1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښځینه پولیسو د جذب په برخه کې مرسته ته اړتیا لرو»

مسعود جهش (حسین سیرت)۱۳۹۳ مهر ۲۸, دوشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غواړي د ښځو د شورا گانو له جوړولو سره د ښځینه پولیسو شمیر ډیر کړي. دغه وزارت ډاډ څرگند کړی دی چې د ښځینه سرتیرو له پاره به امنه او مصووف فضا رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/1DYnd
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: AP

اوس مهال د افغان پولیسو په ډله کې ۲۲۰۰ ښځینه سرتیرې شاملې دي. خو اوس هم په کورنیو چارو وزارت کې د ښځو حضور کم دی. د دې وزارت چارواکو په وار وار ټینگار کړی دی چې غواړي د ښځینه پولیسو شمیر ډیر کړي خو هغوی روښانوي چې پخپله ښځې له پولیسو سره یوځای کیدو سره لیوالتیا نه لري.

ویل کیږي چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو د شمیر کمښت په افغانستان کې په سنتې باورونو کې ریښې لري. ډیر شمیر کورنۍ زړه نه ښه کوي چې ړونې یې له پولیسو سره کار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت وایي چې ښځې کولای شي د امنیت له ټینگښت سره ډیره مرسته وکړي.

د دې وزارت د پالیسۍ او ستراتیژې معین مسعود عزیزي، د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د شورا د رامنځ ته کیدو سینمار ته وویل: «موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې د کورنیو چارو د وزارت مشرتابه ژمنه ده چې د خویندو له پاره د کار ښه شرایط رامنځ ته کړي او د هغوی د زوریدو مخه ونیسي.»

په پولیسو کې د ښځو د جذبیدو پر وړاندې ننگونې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ښځو د جذبولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی. د دې وزارت پر هڅو سربیره، اوس هم د پولیسو په لیکو کې د ښځینه سرتیرو او افسرانو شمیر ډیر کم دی.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، هڅه کوي چې د ښځینه پولیسو له پاره مناسب ماموریتونه رامنځ ته کړي. دغه وزارت زیاتوي چې په روان کال کې ۵۰۰۰ ته د ښځینه پولیسو د شمیر د لوړولو هڅې روانې دي. هغوې ټینگار کوي چې په راتلونکې کال کې به دغه شمیر ۱۰۰۰۰ ته ورسیږي.

ښاغلي عزیزي له مدني ټولنو څخه وغوښتل چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو له جذبولو سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه: «دا یوه لویه ننگونه ده چې څرنگه په پاتې کم وخت کې د ښځینه پولیسو شمیر ۵۰۰۰ ته ورسوو. موږ د عامو خلکو او مدني ټولنې له مرستې پرته دغه هدف ته نه شو رسیدای.»

سخت ماموریتونه

ښځینه پولیس اوس په بیلابیلو ماموریتونو بوختې دي. د ښارونو په لویو دروازو کې د هغوی حضور د دې سبب شوی دی چې پولیس د ښځو د تلاشۍ په برخه کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.

له بلې خوا بیا یو شمیر ښځې په سختو ماموریتونو کې هم وڼډه اخلي. هغه نجونې چې د خاصو پولیسو په لیکه کې دنده ترسره کوي، خاصې پوځې روزنې ترلاسه کوي او بیا په خطرناکو پوځي عملیاتو کې وڼډه اخلي.

دغه ښځې وایي چې په ټولنه کې د هغوی د کار په آړه ناسم معلومات او غلط برداشتونه، د هغوی د کار پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه دي. په دې سیمینار کې د تخار ولایت د جندر یا جنیست مدیرې زینب مبارز، وویل: «ټولنیز تبلیغات، ناسم دودونه او د یو شمیر خلکو لږ معلومات زموږ د اصلي ستونزو په ډله کې دي. یو شمیر تر اوسه پورې په دې خبره نه پوهیږي چې د ښځینه پولیسو شتون څومره ارزښت لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تر دې مخکې ویلي وو چې د ښځینه پولیسو کمښت د دې سبب شوی دی چې په یو شمیر ولایتونو کې ښځې و نه شي کولای چې خپلې ستونزې له پولیسو سره شریکې کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب