1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سوې

۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبه

د پلازمېني کابل بشپړامنيتي کنټرول تر لسو کلونو وروسته نن په لومړي ځل کورنيو ځواکونو ته وسپارل سو.کابل د انتقال د پروسې په لړ کي لومړی هغه ولايت دي چي امنيتي کنټرول يي له بهرنيو ځواکونو کورنيو ته سپارل کيږي.

https://p.dw.com/p/11qUz
د کابل ښار يوه څلور لارې
د کابل ښار يوه څلور لارېانځور: Don Duncan

کابل چي شاوخواه څلور مليونه استوگن لري د سروبي ولسوالۍ پرته به په بشپړه توګه کورني ځواکونه پکښي حاکم وي، او ټولي چاري به افغان پوليس، ملي امنيت او ملي پوځيان پرمخ بيايي.

په هغه غونډه کي چي نن په کابل کي د کابل والي، امنيه قوماندان، د ايساف د جنرالانو او د کابل د ۱۱۱ اسمايي زون د پوليسو او پوځيان د مشرانو په ګډون جوړه سوې وه، بهرنيو ځواکونو امنيتي چاري افغان سرتيرو ته وسپارلي.

Afghanische Polizisten - Großbild
انځور: AP

د کابل د پوليسو مشر جنرال ايوب سالنګي کورنيو ځواکونو ته د امنيت د ليږد پروسه يو پر ځای ګام وباله چي په وينا يې د ډير وخت راهيسي د دوی هڅي دا وې چي يوه ورځ کورنۍ قواوي په دي وتوانيږي چي د امنيت مسؤليت په يوازي سر پرغاړه واخلي.

د انتقال د پروسې په لړکي به د کابل په ګډون اوه ولايتونه او ښارونه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.

د امنيت د ليږد پروسه چي مشري يې د ماليي پخواني وزير ډاکټر اشرف غني احمدزي کوي د رواني چنګاښ مياشتي په وروستۍ اونۍ کي په يادو اوو سيمو کي په بشپړه توګه پای ته رسيږي.

Flash-Galerie Polizei Afghanistan
انځور: DW

د کابل د پوليسو مشر وايي چي پس له دې به بهرني ځواکونه په پلازمېنه کي ګزمې کوي او ټولي هغه نظامي چاري چي ددې تر مخه بهرنيو عسکرو کولې د افغان ځواکونو پرغاړه وي.

ايوب سالنګي د امنيتي مسوليت اخيستلو ته د خپلو سرتيرو بشپړ چمتو والي څرګند کړ او ډاډ يې ورکړ چي د خپلي ويني تر وروستي څاڅکۍ به د کابل ښاريانو د امنيت ساتلو څخه ځان و نه سپموي.

د کابل والي ښاغلي عليزي هم له بهرنيو ځواکونو افغان قواوو ته د امنيت د سپارلو له پروسې خوښي وښوده.

عليزي وويل چي په اصل کي له ډيري مودې راهيسي بهرنيو ځواکونو په پلازمينه کابل کي خپل پوځي عمليات کم کړي خو پس له دي به په بشپړه توګه د هرڅه مشري د کورنيو ځواکونو پرغاړه وي.

کابل ته ننوتې لار
کابل ته ننوتې لارانځور: picture-alliance/ dpa

د کابل والي له سروبي ولسوالۍ پرته د نور ولايت امنيتي حالت د ډاډ وړ وښود او ډاډ يي څرګندکړ چي سروبي ولسوالۍ کي به هم هغه خال خال د نا امنۍ پيښي له مينځه يوسي چي اوس موجودي دي.

سروبي د کابل ولايت ختيځ لوري ته پرته ولسوالي ده چي پکښي د ناټو فرانسوي سرتيري ځای پر ځای دي.

په دغه ولسوالۍ کي د طالبانو او ګلبدين حکمتيار د اسلامي ګوند فعاليتونه ډير دي.

Flash-Galerie Polizei Afghanistan
انځور: DW

څو کاله دمخه د طالبانو او حکمتيار پلوه چريکانو په يوه يرغل کي د فرانسوي سرتيرو يوه قافله وځپل سوه او په ترځ کي يې شاوخوا ۲۱ فرانسوي سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د يادولو وړ ده چي په پلازمېنه کابل کي تر دې دمخه د ايساف د برتانوي او رومانيايي سرتيرو تر څنګ ايټالوي او کاناډايي سرتيري ميشت ول.

خو اوس چي د امنيت د ليږد پروسه په کابل کي بشپړه سوې لا به هم د ايساف مرکزي قوماندانۍ او د دغو ځواکونو پخوانۍ اډې په کابل کي شتون ولري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل