1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل امنيې قوماندان استفعا وکړه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۹, یکشنبه

د کابل امنيې قوماندان جنرال محمد ظاهر له خپلې دندې استعفا کړې ده. دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستيو کي په دغه ولايت کي نا امني ورځ تر بلي زياته سوې ده.

https://p.dw.com/p/1DxGp
انځور: imago/Xinhua

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانگزي خبري رسنيو ته ويلي دي چي امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهر، نور خپلي دندې ته ادامه نه ورکوي. هغه د جنرال ظاهر د دې پريکړې دليل روښانه کړي نه دي؛ خو کېدای سي چي يو دليل ئې په دغه ولايت کي د وروستيو نا امنيو ډېرښت وي.

تيره ورځ په کابل کي وسله والو کسانو د دباندنيانو پر يوه مرکز باندي په يرغل کي نژدې ۴ کسان ووژل. په وژل سوو کسانو کي د يوې موسسې رئيس او دوه زامن ئې چي ويل کيږي له جنوبي افريکا څخه ول وژل سوي دي. جنرال ظاهر ويلي ول چي پردغه مرکز باندي درو تنو يرغل کوونکو د پوليسو يونيفورم اغوستی وو.

په کابل کي په تيرو څو اونيو کي داسي يرغلونه ترسره سول چي په تيرو څو کلونو کي ئې ساری نو ليدل سوی. په دې وروستيو څو ورځو کي د بريتانيا د سفارت د يوه کارکوونکي په گډون څلور تنه دباندنيان ووژل سول. په دغو پيښو کي دغه راز د ملکي افغانانو په گډون په لسونو نور کسان وژل سوي او ټپيان سوي دي.

په کابل کي په داسي حال کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی دئ، چي د روان کال تر پايه پوري يا په راتلونکو څلورو اونيو کي د دباندنيو پوځيانو جنگي ماموريت پای ته رسيږي.

نړيوال په پلان کي لري چي تر روان مېلادي کال وروسته په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواک د روزني او سلا مشورو په نوم يو بل ماموريت پيل کړي.

د کارپوهانو په اند افغان امنيتي ځواک لا تر اوسه پوري د دې جوگه نه دئ، چي د ټول هيواد امنيتي مسئوليت ته په يوازي سره اوږه ورکړي.