1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل اوسیدونکي د بریښنا له کمښت څخه شکایت کوي

۱۳۹۰ دی ۱۷, شنبه

د پلازمېني کابل د یو شمیر سیمو اوسیدونکي د برېښنا له کمښت څخه شکایت کوي. د تیرو څو راهيسي د دغه ښار په ځینو برخو کي پرچاوۍ پیل شوي دي.

https://p.dw.com/p/13fjy
په افغانستان کې د بریښنا ستونزه یوه له هغه ننګونو څخه ده چې افغان دولت ورسره مخ دی.
په افغانستان کې د بریښنا ستونزه یوه له هغه ننګونو څخه ده چې افغان دولت ورسره مخ دی.انځور: DW

له تیري یوې نیمي اونۍ راهیسي د کابل ښار په ځینو برخو کي د بریښنا پرچاوۍ پیل شوي دي. د دغه ښار په ځینو برخو کي خو بريښنا په دوامداره توګه نه وي.

د کابل ښاریانو له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وویل چي كه دغه ستونزه په لنډه موده کي حل نه شي نو ژمى به لا پسې سخت شي. دا په داسي حال کي ده چې د کابل د بریښنا ادارې چارواکي ددغي ستونزي تاييد کوي او وايي چې دا ستونزه د تخنيكي لاملونو له کبله رامنځ ته شوې ده چي په لنډه موده كي به حل شي.

د کابل ښار د یخدان د سیمي اوسیدوونکی زرشاه دويچه ويله ته وویل چې په ۲۴ ساعتونو كي یوازي دوه ساعته برېښنا لري. د هغه په خبره د برېښنا نه شتون د کابل عامو خلکو ته ډیر تاوان رسولی دئ.

د کابل ښاریان په داسې حال کې د برېښنا له کموالي څخه شکایت کوي چې څو ورځې مخکي د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزیر په دغه ولایت کې د کافي برېښنا له شتون څخه خبري کړي وې.

دویچه ویله/ میرویس جلالزی
کتونکی: سید ریاض