1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل اوسیدونکي: په ټاکنو کې گډون کوو

حسین سیرت۱۳۹۳ فروردین ۱۰, یکشنبه

په وروستیو ورځو کې د افغانستان پر پلازمینه د طالبانو بریدونه ډیر شوي دي، خو د دغه ښار اوسیدونکي وایي چې دغه شان بریدونه د هغوی پر عزم باندې چې په ټاکنو کې به گډون کوي کوم اغیز نه لري. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1BYct
انځور: DW/H. Sirat

په وروستیو ورځو کې طالبانو پر سرینا هوټل، د ټاکنو د کمیسیون پر یوه مرکز، د سولې د ریښې په نوم د بهرنیانو پر یوه دفتر او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر عمومې دفتر باندې بریدونه کړي دي. د کابل ښار د اوسیدونکو په وینا له ټاکنو سره د طالبانو دښمني، په دغه بهیر کې له گډون سره د هغوی لیوالتیا لا زیاته کړې ده.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی محمد عاصم، چې په دارالامان کې د طالبانو د برید پر مهال یې خور ټپې شوې ده وايي چې په ټاکنو کې د گډون له پاره پوره چمتووالی لري: «زما یوه خور د ټاکنو پر کمیسیون په ترسره شوي برید کې ټپې شوې ده. خو زه پخپله په ټاکنو کې د گډون له پاره چمتوالی لرم. زه د خپلې خوښې کس ټاکم او ورته رایه ورکوم. سل په سلو کې باید ټاکنې وشي. بریدونه پر ما باندې کوم تاثیر نه لري.»

څو ورځې تر مخه پر سرینا باندې د وسلواو کسانو په برید د بهرنیانو په شمول نهه تنه ووژل شول
څو ورځې تر مخه پر سرینا باندې د وسلواو کسانو په برید د بهرنیانو په شمول نهه تنه ووژل شولانځور: Reuters

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزي، د شنبې په ورځ د افغانستان پارلمان ته په خپلو خبرو کې وویل چې طالبانو خپل بریدونه پر کابل باندې متمرکز کړي دي. هغه زیاته کړه چې طالبان له دې سره غواړي وښيي چې له ستونزو سره د ټاکنو د مخامخولو توان لري.

افغان امنیتي چارواکو ویلي دي چې ټاکنې به ترسره شي او طالبان نه شي کولای چې د دغه بهیر پر وړاندې ستونزې راولاړې کړي.

له ځانمرگو بریدونو څخه کرکه

د کابل ښار یو بل اوسیدونکې حشمت الله وایي، په هره اندازه چې طالبان خپلو بریدونو ته زور ورکړي او ډیر بې گناه کسان ووژل شي، په هماغه اندازه له دغې ډلې څخه د خلکو کرکه ډیریږي.

د کابل ښار دغه اوسیدونکی وایي چې له اوسني وضعیت څخه د خلاصیدو له پاره به رایه ورکړي. هغه زیاه کړه: «دغه بریدونه د خلکو پر روحیه باندې اغیزه نه اچوي. ځکه په هر اندازه چې طالبان چاودنې او ځانمرگي بریدونه کوي، په هماغه اندازه د دې ډلې پر وړاندې د خلکو نفرت ډیریږي. خلک اوس په دې خبره پوه شوي دي چې که په ټاکنو کې گډون وکړي، نو ژوند یې ښه کیږي ځکه هغوی کولای شي یو ښه کس د ولسمشر په توگه وټاکي.»

د افغانستان د سیاسي چارو څیړونکی شاه حسین مرتضوي، وایي چې په ولسمشریز ټاکنو کې د نوماندانو کمپاینونه په ډیرو لیرو پرتو سیمو کې اوس په ښه توگه پر مخ ځي. د هغه په نظر دا موضوع د دې څرگندویي کوي چې دا له ټاکنو سره د خلکو لیوالتیا ښيي.

ښاغلي مرتضوي وايي: «هغه چمتوالی چې امنیتي ځواکونو د دې دورې له پاره نیولې دی ډیر ښه دی، دا ځکه چې دغه ځواکونو د تیرو دوو ټاکنو تجربې لري. د افغانستان په تر ټولو ناامنو ولایتونو لکه کندهار او هلمند کې د نوماندانو کمپاینونه ښيي چې خلکو پریکړه کړې ده چې په ټاکنو کې له گډون پرته بله کومه چاره نه لري.»

د شنبې په ورځ د افغانستان د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون د طالبانو د وسلوالو له لوري برید شوی وو
د شنبې په ورځ د افغانستان د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون د طالبانو د وسلوالو له لوري برید شوی ووانځور: Reuters

د سیاسي چارو دغه کارپوه وایي چې د طالبانو پر احتمالي بریدونو سربیره به هم په دغو ټاکنو کې د خلکو د گډون کچه لوړه وي.

ځوانان رایې ورکولو ته لیواله دي

په داسې حال کې چې ټاکنو ته د گوتو په شمار ورځې پاتې دي، افغان ځوانان اوس هم په ټولنیزو شبکو او انترنتي پاڼو کې پراخه ټاکنیز فعالیتونه کوي او خلک په دغه بهیر کې گډون ته هڅوي.

ډیر شمیر ځوانانو په دغو شبکو کې داسې انځورونه خپاره کړي دي چې په کې لیکل شوي دي چې «موږ رایې ورکوو». دغو ځوانانو همداراز لیکلي دي چې طالبان نه شي کولای افغانستان یو ځل بیا زاړه وخت ته وروگرځوي.

افغان لیکوال مجتبی هاشمي، چې د فیسبوک پر ټولنیزه شبکه کې یې دغه شان یو انځور خپور کړی دی په دې اند دی چې له ټاکنو پرته بله هیڅ چاره نه شته.

هغه وایي چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې واک د زور له لارې له یوه کسه بل کس ته لیږدول شوی دی. هغه زیاتوي: «اوس چې د دې موقع موږ ته برابره شوې ده چې په سوله ییزه توگه له یوه کسه بل ته واک ولیږدو، باثباته راتلونکې ولرو او پرمختگ وکړو، باید په ټاکنو کې گډون وکړو.»

هاشمې په دې اند دی چې که افغانان په ټاکنو کې گډون و نه کړي نو یو ځل بیا به د هغوی برخه لیک د وسلې او زور له لارې وټاکل شي.