1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل او اسلام آباد زړه ملگرتيا او نوي اړيکي

۱۳۹۰ تیر ۲۹, چهارشنبه

په داسي حال کي چي بهرني ځواکونه په يو حساس پړاو کي له افغانستان نه وتو ته چمتووالی نيسي، د افغانستان يو شمير ګاونډيان هڅه کوي د لويديځ پرځای د سيمي پر مقتدرو هيوادونو د افغان دولت تکيه ور زياته کړي.

https://p.dw.com/p/1201E
ولسمشر کرزی او آصيف علي زرداري
ولسمشر کرزی او آصيف علي زرداريانځور: dapd

په دې لړکي تيره ورځ د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د ولسمشر کرزي سره د ليدو له پاره کابل ته تللی وو.

کابل ته د پاکستاني واکمن آصف علي زرداري د سفر وزن نن ترهغه څه ډير دروند وو، چي په اړه يې مطبوعاتو ته ويل سوي وو.

پاکستان چي په ورستيو کي د اسامه په مړينه او له ترهګرو ډلو سره د تړاو په تور په نړ يواله کچه خپل سياسي هويت ته سخت تاوان رسولی اوس له خپلو ګاونډيانو سره د نويو اړکيو او نويو ستراتيژيو د پلي کيدا په هڅه کي دي.

پاکستاني چارواکي اوس خپلو موخو ته د رسيدو له پاره د سفرونو په های او هوی کي دي.

له افغانسان سره په دې ورځو کي د امريکا د ستراتيژيک سند د لاسليکولو مسله ګرمه ده، اسلام آباد په بېلا بېلو لارو غوښتل چي افغانستان له دې تړونه را واړوي او په بدل کي يې له چين سره د افغان دولت اړيکي ټينګي کړي.

له بلي خوا دا هم ويل کيده چي که افغانستان د پاکستان خبره ومني او په سياسي ډګر کي د هندوستان او امريکا پر ځای ډيره تکيه پر چين او پاکستان وکړي، نو ممکن افغانستان د القاعدې او طالبانو له شره خلاص سي.

د کارپوهانو په خبره نور هيوادونو ته د پاکستاني پلاوي سفرونه سياسي سلسله دا وه چي ځان د نړۍ له فشاره خلاص کړي او امريکا ته وښيي چي که فقير ته يوه دروازه بنده سي نو سل نوري ورته خلاصي دي.

د سيمي يو شمير څارونکي په دې باور دي، چي په افغانستان کي د سولي راتلو له پاره د پاکستان رول ډيرمهم دی، پاکستان له طالبانو سره ښې اړيکي لري، چي پر همدې بنسټ د پاکستان همکارۍ ته اړتيا ليدل کيږي.

اوس انګيرنه داسي ده چي اسلام آباد غواړي کابل د چين او ايران پر لوري ور مات کړي، ځکه چي فکر کوي د سيمي پر قدرتمندو هيوادونو اتکا به په زړو ملګرو تر تکيي ګټه وره وي.

خو د افغانستان دولت هم له يوې مخي د پاکستان په شمول پر خپلو نږدې ګاونډيانو د بې باورۍ اوږد تاريخ لري.

په دي ورستيو کي د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ځواکونو د ميزايلو متواتر بريدونه دا په ګوته کوي چي پاکستان په خپله خوږه ژبه او غوړو ژمنو سربيره بيا هم له افغانستان سره هغه زړه دوه مخي پاليسي تعقيبوي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې وياند دوې ورځي دمخه، په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال پر پاکستان شديد تورونه پوري کړل:

« دغه ليري واټن ويشتونکي ابوس او ډيسي ټوپونه چي زموږ پر خاوري توغول کيږي د پاکستان له پوځ سره دي او د هغوی له لوري زموږ پر خاوره را شړل کيږي».

خو د سياسي چارو يو شمير نور شنونکي بيا په دي اند دي چي د پاکستان دوه مخې پاليسي د دې ادعا ثبوت ده چي اسلام آباد د ترهګرۍ وسله، په نړۍ کي د يو سياسي فشار په توګه کاروي.

د سياسي چارو شونکی او د افغانستان د ستراتيژيکو څيړنو د مرکز مشر غفور ليوال وايي که چيري افغان مشران لږ ترلږه پاکستان پر خپل حريم له تيري را وګرځوي نو دا به د زرداري د سفر لويه لاس ته راوړنه وي.

« په تيره بيا هغه پيښي چي د افغانستان په ختيځو ولايتونو کي رامنځ ته سوي او په دغه سفر کي جدي خبري پرې وسي نو دا به د افغانانو د زړونو د قناعت له پاره ګټوري وي».

کابل ته د پاکستاني مشر سفر له هغو زنجيري ترورونو سره هم جوخت تر سره کيږي چي په لړ کي يې په دې ورستيو مياشتو کي يو شمير کليدي افغان چارواکي او قومي مخور له مينځه تللي دي.

که څه هم ډيری افغانان د نيوکي ګوته پاکستان ته نيسي خو اسلام آباد يې برعکس په خپله د افغانانو کار بولي.