1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل بانک د جايدادونو د خرڅلاو مخنيوی کيږي

۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبه

د کابل بانک د حسابونو د تصفیې کمېټې چارواکي وايي چي د دغه بانک د حسابونو د تصفیې پر وړاندي تر ټولو ستر خنډ په هېواد کي د ننه او دباندي د بانک د جاېدادونو خرڅلاو دئ.

https://p.dw.com/p/16IDR
انځور: AP

د دغي کمېټې مدیر عبدالحمید محبي د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۱) په کابل کي يوې خبري غونډي ته وویل، د کابل بانک جاېدادونه په ۲۰۰۸ عيسوي کال کې په ډېره لوړه بیه رانېول شوي دي، خو اوس دغه بيي څو برابره را کښته شوي دي.

ده زیاته کړه، په هېواد کي دننه د کابل بانک له جایدادونو څخه په حیرتانو ښار کي د تیلو یوه زيرمه او د تیلو ټانکرونو ثبت شوي دي، چي اوس ئې خصوصي سکتور رانيولو ته حاضر نه دئ.

د کابل بانک حسابونو د تصفیې کمېټې مدیر د دغه بانک د جایدادونو په نه خرڅلاو کي ځیني نورلاملونه هم اغیزمن بولي:

«څه موده دمخه په حیرتان بندر کې د همدغو جاېدادونو د خرڅلاو په موخه یو پلاوی مزارشریف ښار ته تللی وو او خصوصي سکتور ئې هم د رانېولو ژمنه کړې وه، خو داسي ونه شول له دې معلومیږي چې د پردې تر شا ځیني حرکتونه شته چې ددغو جایدادونو د رانېولو مخه نیسي.»

د مرکزي بانک رئیس نورالله دلاوري هم په دې خبري غونډه کي وويل، چي د کابل بانک ټوله پورونه۹۸۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي، چي له هغوی څخه ۱۳۵ میلیونه ډالره ئې نغد او ۴۵،۶ میلیونه ډالره ئې په جلاجلا توګه ترلاسه شوي دي.

ښاغلي دلاوري د کابل بانک ځینو شخړیزو پورونو ته هم اشاره وکړه چي دده پر وینا ۴۰۱،۴ میلیونه ډالرو ته رسیږي:

«د کابل بانک له پاته پورونو څخه ۲۵۰ میلیونه ډالره ئې شخړه ییز دي، چې په ټولیزه توګه اندازه ئې ۴۰۱،۴میلیونه ډالرو ته رسیږي.»

د چارواکو په وینا تراوسه د کابل بانک د پورونو له ۱۵ دوسیو څخه۱۱ دوسیې د کابل بانک د حسابونو د تصفیې کمېټې ته رسیدلي دي.

کابل بانک په ۱۳۸۹ لمریز کال کي د کمزوري مدیریت او خپلسره پورونو له امله له بحران سره مخامخ شو، چي په پای کې ئې مرکزي بانک کنترول په خپل لاس کې واخېست.

له بل لورې د افغانستان د وزېرانو شورا د تېري اوونۍ په غونډه کې پرېکړه کړې ده، نوی کابل بانک دي چې اوس د کابل بانک خدمتونه پرمخ وړي پر خصوصي سکتور باندي وپلورل شي.

محمد اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل